ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د ملي اردو ۲۰ منسوبین وژل شوي

په فراه کې د ملي اردو ۲۰ منسوبین وژل شوي

author avatar
14 Jul 2018 - 11:34
په فراه کې د ملي اردو ۲۰ منسوبین وژل شوي
author avatar
14 Jul 2018 - 11:34

 فراه (پژواک،۲۳چنګاښ ۹۷): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په کال قلعه کلي کې د وسله والو مخالفینو د برید له امله  د ملي اردو ۲۰ منسوبین وژل شوي دي.

د فراه ولایتي شورا غړي دادالله قانع د دې مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید کې یو شمېر طالبان هم وژل شوي، خو د جزییاتو په اړه یې څه و نه ویل.

خو سیمه ییزو طالبانو په دې برید کې د خپلو درې کسانو وژل او درې نورو ټپي کېدل تایید کړل.

 دادالله قانع وايي چې  نښته د شپې ۱۲ بجې پیل او د سهار تر څلورو بجو یې دوام وکړ.

د هغه په خبره، طالبانو له دې قرارګاه څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

یو کس چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، نن سهار پژواک خبري اژانس ته وویل : (( جګړه شوې ده خو اوس ټانکونه راغلي، لار یې تړلې، جنازې وړي او له قرارګاه څخه د ننه معلومات نه لرم.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي، خو له پرله پسې اړیکو نیولو وروسته  بیا هم د ځواب په ترلاسه کولو بریالی نه شو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې دغه نښته کې د دولت امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د ۱۵ کسانو مړي لا هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

هغه وايي چې طالبانو له دې قرارګاه څخه وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، دوه شپې وړاندې د دولت وسله والو مخالفینو د فراه ښار د پولیسو پر پنځمه امنیتي حوزه برید وکړ چې لسو پوليسوته یې مرګ ژوبله واړوله او ۱۵ نور یې له ځان سره یوړل.

خو د فراه د والي ویاند ناصر مهري د ۱۵ پولیسو نيول رد او ویلي یې و چې په دغه برید کې څلور پولیس او پنځه طالبان وژل شوي او شپږ پولیس او اووه طالبان ټپیان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.