ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان او کونړ کې وسله والو طالبانواو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان او کونړ کې وسله والو طالبانواو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Jul 2018 - 11:36
لغمان او کونړ کې وسله والو طالبانواو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Jul 2018 - 11:36

جلال اباد، اسعد اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۷): په لغمان او کونړ ولايتونو کې د نښتو پر مهال وسله والو مخالفينو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، د لغمان اليشنګ ولسوالۍ کې يې د نښتې پرمهال اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د چنګاښ په ۲۴مه پژواک ته وويل چې تېره شپه طالب وسله والو د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي پوليسو پر پوسته ډله ييز بريد وکړ.

هغه زياته کړه، تر بريد وروسته د ملي اردو ځواکونه د پوليسو مرستې ته ورسېدل او د دواړو لوريو ترمنځ سخته نښته وشوه.

دی وايي، په نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز دوه نور يې ټپيان شوي هم دي.

فقيري وويل، د نښتې پرمهال د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو وايي د پوستې ځېنې برخې تخريب شوې دي.

بلخوا په کونړ ولايت کې بيا د ملي اردو پر سرتېرو چاودنه شوې د ه.

دکونړ دامنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد الله دهقان پژواک ته وويل چې تېر مازيګر د  ناړۍ ولسوالۍ په ازيرګل سیمه کې د ملي پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، دوى خپلې پوستې ته روان وو چې په لاره کې پرې د ماين چاودنه شوې او دوه سرتېري وژل شوي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.