ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو افغان د بلجيم د کډوالو ادارې مخې ته درې کاله کېږي پرلت کړی

يو افغان د بلجيم د کډوالو ادارې مخې ته درې کاله کېږي پرلت کړی

author avatar
15 Jul 2018 - 16:39
يو افغان د بلجيم د کډوالو ادارې مخې ته درې کاله کېږي پرلت کړی
author avatar
15 Jul 2018 - 16:39

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧): بلجيم ته په قاچاقي توګه تللى سپين ږيرى افغان چې له تېرو درې نيمو کلونو راهيسې د کډوالو ادارې مخې ته يې پرلت وهلى، وايي که په هېواد کې سوله راشي، بېرته ستنېږي.

دغه سپين ږيرى چې شاوخوا ٥٥ کاله عمر لري، ځان يې محمد معرفي کړ او ويې ویل چې د افغانستان د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

هغه چې د بلجيم د پلازمېنې بروکسل په مرکزې سيمه کې د دغه هېواد د کډوالو ادارې يا کمېسارۍ مخې ته د خپلې کوډلې تر څنګ ناست و، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: ((په سيمه کې مو نا امني وه، حالت خراب و، د دې تر څنګ دښمنۍ مې هم لرلې؛ ځکه خپل هېواد پرېښودلو ته اړم شوم.))

نوموړى وايي چې له فراه څخه ايران، بلغاريان يونان، ايټاليا، فرانسې او بيا بلجيم ته په قاچاقي توګه راغلى دى، درې کاله او اته مياشتې کېږي چې دلته مېشت دى.

د فراه ولايت دغه اوسېدونکى وايي، کله چې دلته د کډوالو ادارې ته يې عريضه ورکړه، نو دوى ورته دايمې قبولي ورنه کړه او له هغې وروسته له تېرو درې نيمو کلونو راهيسې همدلته د ادارې دېوال تر څنګ شپې او ورځې تېروي.

نوموړي د بلجيم کډوالو ادارې تر څنګ په پلې لاره کې له کاغذ او پلاستيک څخه د قبر په څېر يوه کوډله جوړه کړې چې يواځې دى په کې ځایېږي او په ځینو برخو کې يې جامې او نور توکي هم ايښي دي.

محمد وايي، کله چې ویده کېږي، نو دې کوډلې ته ننوځي، خو چې ويښ وي بيا ترې بهر ناست وي، مطالعه او تلاوت کوي او يا هم ځيني کسان راځي ورسره مجلس کوي.

هغه وويل، له خلکو يې ډېر اورېدلي وو چې په اروپايي هېوادونو کې بشري حقونو ته درناوى کېږي، ارزښت ورکلو کېږي، خو څه ډول چې يې اورېدلي، هغسې نه دي.

محمد زياته کړه: ((دوى پر خپلو ژمنو ولاړ خلک نه دي، زه سپين ږيرى سړى يم، درې کاله کېږي دلته اوسېږم، ځاى ولې نه راکوي، په دغه لحد غوندې ځای کې پروت يم.))

خو نوموړى يو څه ځان هم ملامته ګڼي، وايي چې په لومړيو کې یې د انټرويو پر مهال شخړه کړې وه، بد رد يې ورته ويلي وو؛ ځکه يې اوس کار ځنډېدلى دى.

د هغه په وينا، ده د دايمي اسنادو او قبولۍ غوښتنه کوله، خو هغوى يو کلن اسناد ورکول.

دا چې دلته پروت دى، لګښت يې څوک ورکوي؟ محمد وايي چې د سيمې اوسېدونکي او حکومت ورسره کله نا کله مرستې کوي.

نوموړي وويل چې له کورنۍ سره يې هم اړيکې شته، کله کله ټیلېفوني اړيکې نيسي.

هغه په خپل پيغام کې وويل، د چا چې په هېواد کې لږ هم ژوند ښه وي، نو دېخوا دې نه راځي، خوند نه کوي، دلته هېڅ نشته.

ده زياته کړه: ((که په هېواد کې امنيت راشي، سوله راشي، بېرته خپل هېواد ته ځم، خپل هېواد هېڅکله نه پرېږدم.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.