د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښار ځانمرګي بريد کې ٢٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ښار ځانمرګي بريد کې ٢٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jul 15, 2018 - 17:02

لومړى تعقيب - کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧ ) پوليس وايي چې د کابل ښار په ځانمرګي بريد کې تر اوسه ٢٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا ځانمرګى بريد نن مازيګر  شاوخوا څلور نيمې بجې شوى دى .

هغه زياته کړه، پلي ځانمرګي بريدګر د کابل ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت مخې ته  چې د مامورينو د رخصتۍ وخت و، چاودنه کړې ده.

دى وايي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٧ تنه وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي ، خو دا نه ده معلومه چې څو تنه يې د وزارت مامورين دي.

د ستانکزي په وينا، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement