ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د يوناما راپور يو اړخيز وباله

طالبانو د يوناما راپور يو اړخيز وباله

author avatar
15 Jul 2018 - 17:14
طالبانو د يوناما راپور يو اړخيز وباله
author avatar
15 Jul 2018 - 17:14

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧): وسله والو طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما د راپور په غبرګون کې ويلي چې دا راپور د امريکايانو په خوښه ترتيب شوى او يو اړخيز دى.

يوناما نن په تازه راپور کې د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ٢٠١٨ په لومړۍ نيمايي کې په افغانستان کې د جګړې له امله ملکي وګړو ته تر ټولو زيات زيان اوښتى دى، وويل چې په دې شپږو مياشتو کې ١٦٩٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٤٣٠ تنه ټپيان شوي دي.

په دې راپور کې يوناما د ټولو ملکي تلفاتو ٦٧ سلنه دولت ضد عناصرو ته منسوب کړي چې ٤٢ يې طالبانو، ١٨ داعش او ٧ سلنه نامشخصو او نورو دولت ضد عناصرو اړولي دي. يوناما د ځانمرګو او ډله ييزو بريدونو د ملکي تلفاتو ٥٢ سلنه داعش، ٤٠ سلنه طالبانو او پاتې نور نامشخص شويو دولت ضد عناصرو ته منسوب کړي دي.

يوناما ويلي چې دولت پلوه ځواکونه په دې موده کې د ټولو ملکي تلفاتو د ٢٠ سلنې لامل شوي چې ١٧ سلنه يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو، ٢ سلنه د نړيوالو نظامي ځواکونو او يوه سلنه د دولت پلوه وسله والو ډلو له خوا اوښتي دي.

خو د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې راپور سره یوناما د تېر په څېر دا ځل هم له امریکايانو سره خواخوږي پاللې او د هغوى په کړنو يې پرده اچولې ده.

د ده په وينا، سره له دې چې طالبانو له پخوا څخه لا ډېر د ملکي تلفاتو په برخه کې احتیاط کړی، خو دوى ته يې ۴۰ سلنه تلفات منسوب کړي دي.

ده زياته کړې، دا یو لوریزه او له انصاف څخه لرې محاسبه ده چې اعلان شوې ده.

طالبانو ويلي: "د يوناما له خوا ترتیب شوي راپورونه د امریکا له سفارت سره په نږدې همغږۍ تیاریږي او هغوى په واقعي ډول نه غواړي چې د ملکي خلکو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.