ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: طالبان بايد د سياسي جوړ جاړي لاره خپله کړي

ناټو: طالبان بايد د سياسي جوړ جاړي لاره خپله کړي

author avatar
15 Jul 2018 - 15:13
ناټو: طالبان بايد د سياسي جوړ جاړي لاره خپله کړي
author avatar
15 Jul 2018 - 15:13

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧): په افغانستان کې د ناټو سفير وايي چې د سازمان په سرمشريزه غونډه کې افغان ولسمشر په خپل وخت د ټاکنو ترسره کولو ډاډ ورکړى دى.

د ناټو او متحدينو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه تېره اوونۍ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه، چې په کې ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړى و.

په افغانستان کې د ناټو سفير او د سرمنشي ملکي استازي کارنيليوز زميرمان تر يادې سرمشريزې غونډې وروسته، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې غونډه کې ټولو هېوادونو له افغانستان سره خپل قوي ملاتړ څرګند کړ.

هغه د سرمشريزې ګډه اعلاميه د افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چې ناټو او متحدينو يې په هره برخه کې له افغانستانه خپل ملاتر اعلان کړ.

د ناټو سفير وايي، تر ٢٠٢٤ کاله پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او په افغانستان کې د ناټو ماموريت ته ادامه ورکول، هم مهمې پرېکړې وې چې د افغانستان لپاره اوږدمهاله ګټې لري.

نوموړي وويل، افغان لوري هم په سرمشريزه کې له خپل لوري د ځينو اقداماتو يادونه وکړه، چې مهم يې د ا صلاحاتو ژمنې او د فساد پر ضد مبارزه وه.

ده زياته کړه: ((په افغانستان کې زموږ شتون او د افغان ځواکونو له روزلو څخه موخه دا ده چې د سولې لپاره قوي فضا رامنځته شي.))

د زميرمان په وينا، افغان حکومت د اصلاحاتو لپاره ډېر ښه اقدامات کړي، په ځانګړې توګه په امنيتي ارګانونوکې يې ځوانو کدرونو ته ډېر چانسونه ورکړي چې د ا په خپله د امنيتي ځواکونو د مسلکي توب په لاره کې مهم اقدامات دي.

د ناټو سفير د ټاکنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان ولسمشر د سرمشريزې غونډې پر مهال ټولو غړو هېوادونو ته قوي ډاډ او ژمنه وکړه چې پر وخت، رڼې او سرتاسري ټاکنې به ترسره کوي.

خو هغه زياته کړه چې د ټاکنو پر وړاندې ځينې ننګونې هم شته، خو افغان حکومت به د ناټو د روزنې ماموريت په همکارۍ يې د له منځه وړلو هڅې کوي.

زميرمان وايي، په لومړيو کې خلکو د ناامنيو له امله ټاکنو او نوم ليکنې ته زړه نه ښه کاوه، خو اوس د خلکو لېوالتيا زياته شوې او شاوخوا اته نيم ميليونو کسانو نوم ليکنه کړې ده.

ده وويل: ((خلک اوس د ټاکنو پر اهميت پوه شوي چې دا يواځې رايه اچول نه دي، بلکې د هېواد په مهمو پرېکړو کې د خلکو ګډون دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.