د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د خرما ونو د پام وړ حاصل کړى

هلمند کې د خرما ونو د پام وړ حاصل کړى

Jul 15, 2018 - 13:35

لښکرګاه(پژواک،٢٤چنګاښ۹۷): هلمند کې تر ٣٠ کلونو وروسته د پيوند او مصنوعي القاح په پايله کې د خرما ونو د پام وړ حاصلات کړي دي.

د هلمند د کرنې رياست د پلان او برنامو مدير رفيع الله قلم د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د دې ولايت په لارو، کوڅو او کورونو کې د خرما ونې په خپل سر راشنې شوې دي.

ده وويل: (( په دې دومره کلونو کې يې خرما نه وه نيولې، خو د سږکال په لومړيو کې د يو شخصي کرنيز بنسټ له لوري پيوند او مصنوعي القاح شول، نو دا دى اوس يې ښه حاصلات کړي دي.))

د هغه په وينا، دغه کرنيز بنسټ په دولتي ادارو، کورونو او سړکونو کې ١٥٢ ونو ته پيوند او مصنوعي القاح ورکړې چې د تمې خلاف يې ښه حاصلات کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د نورو سيمو ترڅنګ په خانشين کې د خرما د پنځه سوه ونو او په ګرشک ولسوالۍ کې د خرما ٢٥٠ ونو يو يو باغ شته دى.

ده زياته کړه: (( تر دې تجربې وروسته موږ پوه شولو چې د هلمند هوا او اقليم د خرما د ودې لپاره مناسبه ده ، نو موږ هم پلان لرو چې د دغه ولايت په دولتي ځمکو او فارمونو کې د خرما باغونه جوړ کړو.))

په دې اړه هلمند کې د ټولنيز او عامه پوهاوي موسسې مشر محمد حسن موسى زي پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې يې څو ځلې د خرما د ونو په برخه کې د کرنې وزارت ته پلانونه او طرحې ورکړې وې، خو د هغوى له لوري رد شوې وې.

ده زياته کړه: (( خو دا ځل مو په شخصي لګښت د خرما ١٥٢ ونې پيوند او القاح کړې، ترڅو حکومت ته وښيو چې دلته د خرما ونې حاصل ورکوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د هلمند د خرما د هرې ونې هر ښاخ که القاح شي نو هره ونه به ١٥٠ کيلو ګرامه خرما ونيسي.

ده زياته کړه: (( خو سږکال موږ د هر ونې لږ ښاخونه القاح کړي نو کېداى شي هره ونه د ٣٠ کيلوګرامه په شاوخوا کې حاصلات ورکړي.))

ده ژمنه وکړه چې د خرما د ونو د روزلو په برخه کې به د دغه ولايت خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.

موسى زي د کرنې وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې له ځنډ پرته دې د خرما باغونو د جوړېدو لپاره لاس په کار شي.

همدارنګه د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل: (( دا ډېر کلونه کېدل چې زموږ په کور کې د خرما يوه ونه وه، خو حاصل يې نه و کړى خو سږ کال چې پيوند او مصنوعي القاح شوه، نو ډېر ښه حاصل يې کړى دى.))

دغه راز د لښکرګاه ښار بل اوسېدونکى بريالى وايي: (( زموږ په کور کې هم د خرما دوه ونې دي چې هر کال يواځې ګل کوي او بېرته رژېږي، خو حاصل يې تر اوسه نه دى کړى.))

د يادونې ده چې له هلمند سربېره په ننګرهار ولايت کې هم د خرما باغونه جوړ شوي چې د پام وړ حاصلات ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement