ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ټاکنو په اړه د ځینو ګوندونو مشرانو غوښتنې رد کړې

ولسمشر غني د ټاکنو په اړه د ځینو ګوندونو مشرانو غوښتنې رد کړې

author avatar
15 Jul 2018 - 16:53
ولسمشر غني د ټاکنو په اړه د ځینو ګوندونو مشرانو غوښتنې رد کړې
author avatar
15 Jul 2018 - 16:53

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧): ولسمشر غني د ټاکنو په اړه د سياسيونو غوښتنې رد کړې او پر هغوى يې کلکې نيوکې وکړې.

هغه د ځينو سياسي ګوندونو د پرونيو غوښتنو په اړه چې د نوم ليکنې پروسه دې لغوه شي او د برېښنايي نوم ليکنې غوښتنې يې کولې، وويل چې د افغانستان اساسي قانون سل فيصده تطبیقیږي. نه جرګه غوښتل کېږي او نه بل حرکت.

ولسمشر غني وويل،  اساسي قانون واضح، مشخص او مبرهن دی، يوازې د افغانستان ولس فیصله کوي، د افغانستان ستر ولس له ۸،۶ میلیونه زیاتو خلکو ثبت نام کړی، نور څه غواړئ!.

د نوموړي په وينا، ملګرو ملتونو ویلي وو چې ۴،۲ میليونه رايه ورکوونکي کافي دي، خو اوس دوه چنده خلکو نوم ليکنه کړې ده.

ولسمشر غني سياستوالو ته په اشارې سره وويل: ((دا سیاسیون څوک دي چې د افغان ولس په استازیتوب غږېږي؟ چا انتخاب کړي دي؟ څو فیصده رایه یې ګټلې ده؟ څه وخت ولس دوی ته اختیار او واک ورکړی چې د ولس استازیتوب وکړي؟))

ده زياته کړه: ((زه د افغانستان د ولس ولسمشر یم، د افغانستان د ولس په رایه باندې دلته کېناستلی یم، نه مې زور درلود او نه مې زر، د مغزو له برکته مې دلته راغلی یم.))

هغه له سياسيونو وغوښتل: ((راشئ، د ټاکنو په میدان کې داخل شئ. کومه ازادي يې بنده شوې ده؟ د چا مخه نیول شوې؟. میلیارد کنځلي کوي، خو طرحه يې کومه ده؟ څلوېښت فیصده چارې د دوی په لاس کې وې، څه یې وکړل؟ د دې څلوېښت کالو ځواب دې ورکړي. که غواړئ چې بحث ته راشو نو راشئ چې واضح بحث ته راشو. یو ملي بحث ته، په دې نه کېږي، دا چې زه حوصله لرم، دا په دې معنا نه ده چې زه ډار لرم.))

د هغه په وينا، حوصله لري، خو دا په دې معنا نه ده چې هر څوک راشي او ووایي چې د دغه وطن واک لري. دوی ته د وطن واک چا ورکړی او په کوم اساس باندې؟ د فاجعې ځواب ورکولى شي؟

ولسمشر د ناټو سرمشريزې غونډې په اړه وويل چې په بروکسل کې يې د ناټو غړو هېوادونو په کنفرانس کې د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب اشتراک وکړ او په دغه کنفرانس کې يې د ناټو مشرانو ته د افغانستان د اوسنی امنیتي وضعیت، تهدیدونو او فرصتونو په اړه وینا وکړه.

هغه زياته کړه، د ناټو سازمان ټولو غړو هېوادونو د افغانستان حکومت د سولې له پلان او د اوربند له ابتکار څخه ملاتړ اعلان کړ او د ملي وحدت حکومت دغه اقدام یې وستایه.

د نوموړي په وينا، ناټو ژمنه وکړه چې پس له دې به په افغانستان کې زیات تمرکز په اولویتونو او نیمګړتیاوو کوي، څو د دې مرستو موثریت زیات شي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بهتره نتایج ولري.

غني وايي، د ناټو سازمان د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت نقش ولوبوي او د افغانستان له حکومت سره د سولې په کامیابولو کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.