ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شبرغان کې ټولې دولتي ادارې تړلې دي

په شبرغان کې ټولې دولتي ادارې تړلې دي

author avatar
15 Jul 2018 - 18:50
په شبرغان کې ټولې دولتي ادارې تړلې دي
author avatar
15 Jul 2018 - 18:50

 شبرغان(پژواک،٢٤چنګاښ): د افغانستان د جنبش ګوند د پلویانو لاریونونه ۱۳ مې ورځې ته وغځېدل او د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې دولتي ادارې، ښوونځي، بانګونه، دوکانونه او مارکېټونه اوس هم د خلکو پر مخ تړلي دي.

له ۱۳ ورځو راهيسې د جنبش ګوندزرګونه پلویانو په څو ولایتونو کې لاریونونه پیل کړي او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو او د ولسي پاڅون کوونکو وسله والو کسانو په برخه کې د دوستم د ځانکړي استازي او د قیصار ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري د راخلاصېدو غوښتنه کوي.

د شبرغان اوسېدونکې سایرې شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل: (( زموږ لاریونونه به زموږ د غوښتنو تر منلو دوام ولري او که چېرته موږ قانون لرونکی دولت لرو باید د هېواد په ټولو کسانو یو ډول قانون پلی شي؛ ځکه هغه څوک چې قاتل او انسان وژونکی دی نن په دولتي څوکیو ناست دي او په بدل کې هغه کسان چې له وطن نه دفاع کوي او د دښمن په مقابل کې درېږي لاس او پښې یې تړل کېږي او زندان ته اچول کېږي.))

نوموړي زیاته کړه، چا چې د دښمن په مقابل کې مبارزه وکړه(جنرال دوستم ته اشاره) په دښتو او غرونو کې یې شپې ورځې تېرې کړې نن په ترکیه کې ژوند کوي.

نوموړي وویل: (( موږ له ولسمشر څخه د ټولو پوښتنو ځواب غواړو او نړیوالې شورا او بشري حقونو ته وايو، چې  دوی ولې د دغو ټولو بدو کړنو سربېره خاموشه دي او سکوت یې کړی دی.))

د شبرغان یو دوکاندار وویل، ۱۳ ورځې کېږي چې دوکان یې تړلی او له لاریون کوونکو سره یو ځای ځي او د جنرال دوستم تر راستنېدو او د قیصاري تر راخوشي کېدو به د عدالت غوښتنه کوي.

دغه کس وویل: (( موږ له ولسمشر څخه غواړو چې جنرال دوستم له ترکیې څخه هېواد ته راستون کړي او نظام الدین قیصاري هم له شرط پرته خوشې کړي؛ که ولسمشر دغه کار تر سره کړي موږ یې بیا ملاتړ کوو له دې پرته به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو او هره ورځ به لارو ته راوځو.))

په داسې حال کې چې دولتي ادارې، ښوونځي، بانګونه، دوکانونه او مارکېټونه د خلکو پر مخ تړلي و؛ نن لاریون کوونکو د جوزجان والي ته هم خپل کاري دفتر ته د تلو اجازه ورنه کړه.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي په لاریون کوونکو کې ګډون درلود او له دوی څخه یې خپل کاري دفتر ته د تلو غوښتنه وکړه او لاریون کوونکو ته یې په خطاب کې وویل: (( سوله ییز لاریونونه ستاسو حق دی او زه هم په دې برخه کې ستاسو همغږی یم.))

نوموړي زیاته کړه، د لاریون کوونکو د غوښتنو په اړه حکومت ګامونه اوچت کړي او هغه خبرې چې تېره ورځ یې له جنرال دوستم سره درلودې په نېږدې راتلوونکې کې به هغه هېواد ته راستون شي.

د جوزجان والي زیاته کړه: (( له ارګ سره د جنرال دوستم د راستنېدو په اړه د جنبش ګوند د چارواکو خبرې روانې دي، ټولې خبرې وروستۍ شوې دي یواځې وړې موضوګانې پاتې دي چې هغه به هم ژر تر ژره حل شي.))

نوموړي زیاته کړه، د قیصاري د خوشې کېدو په اړه هم خبرې روانې دي نوموړی به په نږدې راتلوونکي کې خلاص شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.