ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال وزيري : هېڅ يو کومانډو د فارياب په شخړو کې ښکېل نه و

جنرال وزيري : هېڅ يو کومانډو د فارياب په شخړو کې ښکېل نه و

author avatar
16 Jul 2018 - 14:59
جنرال وزيري : هېڅ يو کومانډو د فارياب په شخړو کې ښکېل نه و
author avatar
16 Jul 2018 - 14:59

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٧) : د ځانګړو افغان کومانډو ځواکونو قوماندان وايي چې هېڅ سرتېرى يې د فارياب ولايت په وروستيو شخړو کې ښکېل نه و.

ډګرجنرال بسم الله وزيري دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په فارياب ولايت کې د جنبش د ګوند ديو قوماندان نظام الدين قيصاري تر نيول کېدو وروسته داسې ويـډيوګانې خپرې شوې چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې له ساتونکو سره ناوړه چلند او تاوتريخوالى کېږي.

جنرال وزيري چې پرون د کابل په ريشخورو کې د کومانډو ځواکونو د قول اردو اړونده د ځانګړې قطعې د ٢٥ کنډک د پرانيستې په مراسمو کې وينا کوله، زياته کړه چې په دې قول اردو کې هېڅ ډول قومي، سياسي، مذهبي، سمتي او نور تعصبونه نشته.

هغه زياته کړه، د خوښۍ ځاى دى چې ٧٠٠ ځوانان  د نوي کنډک د تعليماتو کورس کې شامل او عملي زده کړې يې پيل کړې دي.

نوموړي وويل،کومانډو ځواکونه اوس مهال د هېواد په ٧٧ ولسواليو کې په جنګي فعاليتونو بوخت دي او دايې ثابته کړې چې يو قدم هم شاته نه ځي.

جنرال وزيرى وايي، څلور زره کومانډو سرتېري په خپلو دندو کې د جګړې په ميدان کې دي، څلور زره يې چمتو دي او پاتې ٦٠ سلنه نور به يې هم ډېر ژر فعاليت پيل کړي.

هغه نويو کومانډو سرتېرو ته په خطاب وويل : (( تاسو ښه مسلک انتخاب کړى پر ځان ووياړئ، کورنۍ، کونډې او يتيمان پر تاسو وياړي، دا وطن مور ده، ساتل غواړي او موږ يې مالکان يو دا زما او ستا دنده ده چې ددې وطن ساتنه وکړو.))

د کومانډو قول اردو قوماندان وايي : ((خداى موږ سره اوملت موږ سره دى.))

نوموړي وويل، کومانډو بايد حوصله ولري چې حوصله ونه لري، پرمختګ نه شي کولى.

هغه وايي : (( هيچا راته د تعصب نه دي ويلي، موږ سره وروڼه يو، ټول قومونه يو. موږ اسلامي پوځ يو، اسلامي سربازارن يو، فساد نه کوو، قتل، غارت، غلا نه کوو. ))

جنرال وزيري وويل چې کومانډو ځواکونه بايد اسلامي، کورنۍ او نظامي روزنه ولري.

د ځانګړو افغان کومانډو قوماندان زياته کړه،په قول اردو کې يې سياسي، مذهبي او قومي تعصبات ځاى نه لري، دا قول اردو له ټولو وروڼو قومونو څخه جوړه شوې، دا د ټولو افغانانو ګډ کور دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.