ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

author avatar
16 Jul 2018 - 10:31
د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
author avatar
16 Jul 2018 - 10:31

کابل(پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): پوليس وايي چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار محمد امين "منصف"  له دوو ساتونکو سره وتښتاوه، خو منصف ترې ژغورل شوى او د ساتونکو برخليک يې نه دى معلوم.   

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده کسانو محمد امين منصف له دوو ساتونکو سره تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پغمان ولسوالۍ د خواجه مسافر له سيمې وتښتاوه.

د ده په وينا، پوليس د دغو کسانو له تښتولو ژر خبر شول، سيمه يې کلابنده کړه او په پايله کې يې محمد امين منصف ژغورل شوى او تښتوونکي يواځې د هغه د دوو ساتونکو په له ځان سره بېولو بريالي شوي دي. 

د ده په وينا، د يادو دوو کسانو د راخوشې کولو په موخه عمليات روان دي.

تراوسه چا د محمد امين منصف او د هغه د ساتونکو د تښتولو مسووليت نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.