ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بدخشان د فرهنګ او تاريخ په بهیر کې” سيمينار ترسره شو

“بدخشان د فرهنګ او تاريخ په بهیر کې” سيمينار ترسره شو

author avatar
16 Jul 2018 - 19:10
“بدخشان د فرهنګ او تاريخ په بهیر کې” سيمينار ترسره شو
author avatar
16 Jul 2018 - 19:10

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): "بدخشان د فرهنګ او تاريخ په بهیر کې" تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز سيمينار په کابل کې د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا ترسره شو.

په دې درې ورځيني سيمينار کې چې د چنګاښ په ۲۳مه پیل شوی و، نن د يوه پرېکړه ليک په صادرولو پای ته ورسېد، د علومو اکاډمي پر علمي غړو سربېره د کابل پوهنتون او تعليم او تربې پوهنتون استادانو او د بدخشان ولايت علمي – فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی و.

سيمينار د ولسمشر محمد اشرف غني د پیغام په لوستلو پیل شو، ورپسې د علومو اکاډمې سرپرست رئيسې څېړنپوه ثريا پوپل، د ولسمشر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني، د کابل پوهنتون استاد دوکتور محمد ایاز نيازي او په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي امان الله پيمان خبرې وکړې او بيا د پوهنې وزارت، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت او نورو علمي – فرهنګي نهادونو پيغامونه ولوستل شول.

تردې وروسته د بېلا بېلو پوهانو او څېړونکو له خوا په علمي ناستو کې ۴۰ علمي – تحقیقي مقالې چې د بدخشان د تاريخ او فرهنګ په اړه وې، واورول شوې.

د سيمينار په پای کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک صادر شو چې په کې له لوړپوړو چارواکو غوښتل شوي چې د بدخشان ولايت د فرهنګ او ارزښتمنو ادبي – هنري مواریثو د ودې لپاره هر اړخيزې هڅې وکړي.

 په پرېکړه ليک کې زياته شوې، دا چې د ورېښمو لارې د بيا رغېدو بحث د سيمې د سترو هېوادونو له خوا مطرح شوی، د افغانستان دولت ته وړانديز کېږي په بدخشان ولايت کې د دې لارې د بيا احیا لپاره عملي ګامونه چټک کړي.

پرېکړه کې وړانديز شوی چې علومو اکاډمي دې د پاميري ژبو د احیا او لا ودې لپاره توجه وکړي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د بدخشان د توریستي جاذبو د لا ډېر پېژندلو په خاطر ځانګړي نندارتونونه جوړ کړي؛ د کانونو وزارت دې د بدخشان د کانونو په ساتنه او له هغې څخه د سالمې ګټې اخيستنې او د دې ملي سترو منابعو څخه د ناوړه استفادې د مخنيوي لپاره عملي ګامونه واخلي او هم دې د اوبو او برېښنا وزارت د دې ولايت د اوبو سرچينو د خوندي کولو لپاره لاس په کار شي، ترڅو سمه استفاده ترې وشي.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې د چاپېريال ساتنې اداره دې په بدخشان کې د غرڅو، برفي پړانګانو او مارکوپولو پسونو د نسلونو د ساتنې لپاره عاجل اقدامات وکړي؛ د عامې روغتيا وزارت دې روغتيايي مرکزونو ته د بدخشان د ولسواليو د خلکو د لاسرسي او له ماشوم او مور څخه د ملاتړ په منظور لازمه توجه وکړي.

په پرېکړه ليک کې پیشنهاد شوی چې د ا‌طلاعاتو او فرهنګ وزارت او د علومو اکاډمي دې د بدخشان د ادب او پوهې سرلارو څخه د پاتې شويو قلمي نسخو د چاپ لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او هم دې د بدخشان ولايت مقام په دې ولايت کې موجودې خطي نسخې د علومو اکاډمي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په واک کې ورکړي، ترڅو د ضايع کېدو مخه يې ونيول شي.

دغه راز وړانديز شوی چې د بدخشان پوهنتون دې د دې ولايت د فکري او فرهنګي میراثونو د لا ډېر پېژندلو په منظور په خپل کتابتون کې د بدخشان پېژندنې ځانګړې برخه رامنځ ته کړي.

په ياد شوي پرېکړه ليک کې د افغانستان د علومو اکاډمي ته پیشنهاد شوی چې د نورو ولايتونو په اړه دې هم دغه ډول علمي ـ څېړنيز سيمينارونه جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.