فيض اباد(پژواک،٢٥چنګاښ٩٧): د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې د یاد ولایت د زیباک ولسوالۍ په جګړوکې د څلورو بهرنیو جګړه مارو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ طالبان او اته دولتي سرتېري وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نطري پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو له درې ورځو راهیسې د دغه ولایت پر زیباک ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، د طالبانو او دولتي سرتېرو تر منځ په دې نښته کې تر اوسه د څلورو بهرنیو جګړه مارو په ګډون ۲۵ وسله والو طالبان او اته دولتي سرتېري وژل شوي، ۲۸ طالبان او ۱۱ دولتي سرتېري ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، په زیباک ولسوالۍ کې هغه کلي چې د طالبانو لاس ته ورغلي و بېرته امنيتي ځواکونو نیولي او جګړه تر اوسه روانه ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن