د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال وزيري : هېڅ يو کومانډو د فارياب په شخړو کې ښکېل نه و

جنرال وزيري : هېڅ يو کومانډو د فارياب په شخړو کې ښکېل نه و

Jul 16, 2018 - 14:59

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٧) : د ځانګړو افغان کومانډو ځواکونو قوماندان وايي چې هېڅ سرتېرى يې د فارياب ولايت په وروستيو شخړو کې ښکېل نه و.

ډګرجنرال بسم الله وزيري دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په فارياب ولايت کې د جنبش د ګوند ديو قوماندان نظام الدين قيصاري تر نيول کېدو وروسته داسې ويـډيوګانې خپرې شوې چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې له ساتونکو سره ناوړه چلند او تاوتريخوالى کېږي.

جنرال وزيري چې پرون د کابل په ريشخورو کې د کومانډو ځواکونو د قول اردو اړونده د ځانګړې قطعې د ٢٥ کنډک د پرانيستې په مراسمو کې وينا کوله، زياته کړه چې په دې قول اردو کې هېڅ ډول قومي، سياسي، مذهبي، سمتي او نور تعصبونه نشته.

هغه زياته کړه، د خوښۍ ځاى دى چې ٧٠٠ ځوانان  د نوي کنډک د تعليماتو کورس کې شامل او عملي زده کړې يې پيل کړې دي.

نوموړي وويل،کومانډو ځواکونه اوس مهال د هېواد په ٧٧ ولسواليو کې په جنګي فعاليتونو بوخت دي او دايې ثابته کړې چې يو قدم هم شاته نه ځي.

جنرال وزيرى وايي، څلور زره کومانډو سرتېري په خپلو دندو کې د جګړې په ميدان کې دي، څلور زره يې چمتو دي او پاتې ٦٠ سلنه نور به يې هم ډېر ژر فعاليت پيل کړي.

هغه نويو کومانډو سرتېرو ته په خطاب وويل : (( تاسو ښه مسلک انتخاب کړى پر ځان ووياړئ، کورنۍ، کونډې او يتيمان پر تاسو وياړي، دا وطن مور ده، ساتل غواړي او موږ يې مالکان يو دا زما او ستا دنده ده چې ددې وطن ساتنه وکړو.))

د کومانډو قول اردو قوماندان وايي : ((خداى موږ سره اوملت موږ سره دى.))

نوموړي وويل، کومانډو بايد حوصله ولري چې حوصله ونه لري، پرمختګ نه شي کولى.

هغه وايي : (( هيچا راته د تعصب نه دي ويلي، موږ سره وروڼه يو، ټول قومونه يو. موږ اسلامي پوځ يو، اسلامي سربازارن يو، فساد نه کوو، قتل، غارت، غلا نه کوو. ))

جنرال وزيري وويل چې کومانډو ځواکونه بايد اسلامي، کورنۍ او نظامي روزنه ولري.

د ځانګړو افغان کومانډو قوماندان زياته کړه،په قول اردو کې يې سياسي، مذهبي او قومي تعصبات ځاى نه لري، دا قول اردو له ټولو وروڼو قومونو څخه جوړه شوې، دا د ټولو افغانانو ګډ کور دى.

نوموړي د فارياب ولايت وروستيو پېښو ته په اشارې سره وويل چې په هغو پېښو کې هېڅ يو کومانډو سرتېرى دخيل نه و.

ده زياته کړه :(( ځينو ناخبره خلکو پر کومانډو تور پورې کړى و، دا دافغانستان ملي قطعه ده، زه يې قوماندان يم، ماته هېچا دچا د وژلو يا ځورولو امر نه دى کړى.))

جنرال بسم الله وزيري وويل چې دوى ته د مشرانو له خوا کتبي، شفاهي او مخابروي امرکېږي، خو ده ته د يادې موضوع په اړه هېڅ ډول امر نه دى شوى، خلک دې بې ځايه پر ملي قطعې تور نه پورې کوي.

د هغه په وينا، کومانډو ځواکونه ځان له وړو مسايلو لرې ساتي، خو که مشران اصولي او قانوني امر وکړي؛ نو په هماغه شېبه کې عملي کېږي.

د ځانګړې قطعې د قول اردو قوماندان وايي چې ځينې غير مسوول کسان د ملي شورا د وکيلانو ساتونکي د دوى له يونيفورم او خوليو څخه ناوړه استفاده کوي.

ده زياته کړه : (( کومانډو هېڅکله د خپل ولس پر وړاندې اقدام نه کوي.))

هغه وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې يې ځواکونه په سرپل او فارياب ولايتونو کې ددښمن پر وړاندې جنګيږي، قربانۍ يې ورکړي، وينه يې تويې شوې، په دې کې پښتون، تاجک، هزاره ، ازبيک او د نورو قو مونو سرتېري وو.

جنرال وزيري ويلي، په دې اړه يې څېړنې پيل کړې چې کومو کسانو د فارياب په پېښو کې د کومانډو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

هغه زياته کړې، کومانډو يواځينۍ قطعه ده چې ددښمن ملا يې ماته کړې،اوس دښمن هڅه کوي  چې کومانډو په ځينو قضاياوو کې شامله کړي او قربانۍ يې خاورې کړي، خو دا ارمان به ګور ته يوسي.

نوموړي وويل،هر ډول حساب ورکولو ته چمتو دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement