ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اقتصاد عالي شورا د څو کانونو د داوطلبۍ پروسې په اړه بحث وکړ

د اقتصاد عالي شورا د څو کانونو د داوطلبۍ پروسې په اړه بحث وکړ

author avatar
16 Jul 2018 - 18:10
د اقتصاد عالي شورا د څو کانونو د داوطلبۍ پروسې په اړه بحث وکړ
author avatar
16 Jul 2018 - 18:10

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): د اقتصاد عالي شورا د بدخشان د سرو زرو او مسو کان پروسې د داوطلبۍ، د هرات د شیدا مسو کان د ګټونکي داوطلب شرکت سره د مذاکراتو د راپور او د ۱۳۹۶ کال د داخلي ناخالصه تولیداتو په اړه بحث وکړ.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت د حقوقي ریاست سرپرست ولي الله ځدراڼ د بدخشان د سرو زرو د کان او د بلخاب مسو د داوطلبۍ د پروسې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل، ويې ویل، د افغان ګولډ منرالز کمپنۍ د بدخشان د سرو زرو او مسو کان د  اکتشاف، کېندنې او ګټې اخیستنې د قرارداد ګټونکې ده، خو د حکومت بدلون، د کانونو د نوي قانون نافذېدل، د تخنیکي او حقوقي ظرفیت کموالی او د ګټو تضاد له یادې کمپنۍ سره د قراردادونو د نه کېدو لاملونه دي.

یادې کمپنۍ د داوطلبۍ له پروسې وروسته له کانونو او پټرولیم وزارت سره په پرله پسې غونډو کې د داوطلبۍ د نه قبلېدو عوامل مطرح کړل.

د غونډې ګډونوالو له هر اړخیزو بحثونو وروسته د کمپنۍ له خوا د مالي تمویل او مالي ضمانتونو د اسنادو د نه وړاندې کولو د لاملونو، د قرارداد د ګټې او زیانونو د ارزونې، عقد او ردېدو په اړه د کمېټې د جوړولو او د حکومت او کمپنۍ له لوري د اقداماتو له مشخصېدو وروسته د تصمیمونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

ولسمشر د دې په څرګندولو سره چې حکومت ته د ګټو تضاد د منلو وړ نه دی، وویل چې په دغه قرارداد کې بنیادي ستونزه پانګونه نه، بلکې مالي ضمانتونه دي.

ده څرګنده کړه، د غونډې د ګډونوالو اجماع په دې ده چې د اجمل احمدي په مشرۍ او د کانونو او اقتصاد وزارتونو په غړیتوب دې یوه کاري ډله وګومارل شي چې د کمپنۍ لپاره وخت مشخص او موضوع روښانه شي.

همدارنګه دې د کمپنۍ لپاره وخت وټاکل شي چې خپل د مالي تمویل اسناد او ضمانتونه وړاندې کړي او دغه کاري ډله دې په دوو اونیو کې د خپلو موندنو راپور د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.

سرچينه زياتوي، وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت د حقوقي ریاست سرپرست، د هرات د شیدا مسو کان د ګټونکي داوطلب شرکت سره د مذاکراتو راپور غونډې ته وړاندې کړ، ويې ویل، له ګټونکي شرکت سره مذاکرات او همداراز د اجرایي ضمانتونو او امنیتي پلان د غیر مترقبه اقداماتو په اړه رویالتي بحثونه دوام لري.

ورپسې د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. ولسمشر په دې اړه وویل، مخکنی موجود رویالتي رژیم منطقي نه وو او په نوي قانون کې دا موضوع مشخصه او واضح شوې ده او نور به له دې ناحیې څخه ستونزې راولاړې نه شي.

اشرف غنی وویل، کانونو وزارت له داوطلب شرکت سره مطلوبې پایلې ته د رسېدو لپاره واک لري چې له ځانه انعطاف وښيي او د اجرایي تضمیناتو موضوع د منلو وړ ده.

نوموړي د پروژې د امنیت د تامین په اړه وویل، حکومت مکلفیت لري د هغو امنیت تأمین کړي، خو د امنیتي کمپنیو استخدام د هېواد د امنیت په ګټه نه وو او د پروژو د امنیت د تامین په خاطر باید دوباره د عامه محافظت بنسټ جوړ شي، خو تر هغو چې عامه محافظت د امنیت تأمین ته چمتو نه وي، حکومت باید بل بدیل په پام کې ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.