ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېل ولایتونو وګړي پاکستان ته د تلو پر مهال د ملېشو له خوا ځورول کېږي

د سوېل ولایتونو وګړي پاکستان ته د تلو پر مهال د ملېشو له خوا ځورول کېږي

author avatar
16 Jul 2018 - 15:46
د سوېل ولایتونو وګړي پاکستان ته د تلو پر مهال د ملېشو له خوا ځورول کېږي
author avatar
16 Jul 2018 - 15:46

کندهار(پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۷): د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي پاکستان ته د تلو پر مهال د دغه هېواد د ملېشو له خوا ځورول کېږي، پیسې ورڅخه اخیستل کېږي او کله کله په یوه او بله پلمه زندانونو ته اچول کېږي.

د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو خلک چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته د درملنې، سوداګرۍ او نورو اړتیاوو په موخه تګ راتګ کوي وايي، پاکستانۍ ملېشې ورسره د سپکاوي او توهین تر بریده ناسم چلند کوي.

دوی زیاتوي، پر دغه لاره د ملېشو له خوا وهل او ښکنځل د معمول خبرې دي خو له دې ور ها خوا له مسافرو پیسې اخیستل کېږي، په یوه او بل نوم ځورول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد قسیم پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانان د پاکستاني ملېشو له خوا د تګ او راتګ دواړو پر مهال سخت ځورول کېږي.

هغه زیاته کړه، هره ورځ پر دغه لار په زرګونو مسافر چې واړه، زاړه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي، په ساعتونو ځنډول کېږي، وهل کېږي، سپکې سپورې ورته ویل کېږي او پیسې ورڅخه اخیستل کېږي.

د ده په خبره، پاکستان ته تګ خلکو ته د بې عزتۍ او سپکاوي په بیه تمامېږي.

نوموړی چې څو ورځې مخکې کویټې ته تللی او تازه بېرته راغلی، وايي: ((پر دې لار تګ او راتګ سم دم ذلالت دی، زه له خپل ملګري سره تللی وم، اول خو مو ساعتونو انتظار وکړ، وروسته مو د خلکو په ټېل ماټېل کې د ځانونو د ویستلو هڅه کوله چې ملېشې ولیدلو هم یې ووهلو او هم یې وښکنځلو، زه په تېښته بریالی شوم خو زما ملګری یې ونیو.))

قسيم وویل، دا پر دغه لار د هرې ورځې کیسه ده، خو خلک مجبور دي بیا هم پاکستان ته تګ راتګ کوي.

نوموړی له دولته غواړي چې د خپلو خلکو دغې ستونزې ته پام وکړي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او هغوی له دې کړاو څخه خلاص کړي.

د حاجي عبدالرحمن په نوم یوه سپین ږیري هم پژواک اژانس ته وویل چې پاکستاني ملېشو یې سپکاوی کړی او دی یې وهلی ټکولی دی.

دی زیاتوي، پاکستاني ملیشه هومره له انسانیته لرې دي چې ان د سپین ږیرو، مېرمنو او ماشومانو خیال هم نه ساتي او ساعتونه ساعتونه یې تر تاوده لمر لاندې درولي وي.

د ده په خبره، ملېشې له مسافرو دوه او درې زره کلدارې غواړي که ور یې نه کړي نو ځنډوي یې، وهي یې او ښکنځي یې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.