ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: هلمند کې د اوو طالب قوماندانانو په ګډون  ١٦ وسله وال وژل شوي

والي: هلمند کې د اوو طالب قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي

author avatar
16 Jul 2018 - 14:41
والي: هلمند کې د اوو طالب قوماندانانو په ګډون  ١٦ وسله وال وژل شوي
author avatar
16 Jul 2018 - 14:41

لښکرګاه(پژواک،٢٥چنګاښ٩٧): د هلمند والي وايي چې په څلورو هوايي بريدونو کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند والي محمد ياسين خان د چنګاښ په ٢٥مه د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د لښکرګاه ښار په باباجي، د ګرشک ولسوالۍ په باغرانيانو او يخچال او د مارجې ولسوالۍ په کاريز صدې سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

ده زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

د والي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د طالبانو قوماندانان هر يو مير احرار، حاجي قاصد، محمد مير، مولوي رقيب، مولوي مخلص، الغازي او مولوي فکور شامل دي.

ده زياته کړه: ((د نظامي شورا د پرېکړې له مخې هغه طالبان هدف ګرځول کېږي چې د اوربند مخالفت کوي او جګړې ته دوام ورکوي.))

امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو په مارجې او ګرشک ولسواليو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.