کابل (پژواک، ٢٥چنګاښ٩٧): د کابل ښار په شهرنو سيمه کې د قيصاري په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته څېرمه يو تن چې غوښتل يې پر غونډه ځانمرګى بريد وکړي، د پوليسو له خوا ووژل شو.
د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزى وايي چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو رامنځته شوه.
د هغه په وينا، يوه ځانمرګي بريدګر چې پلى روان و، غوښتل چې د شهرنو په پارک کې پر لاريون کوونکو بريد وکړي، خو د پوليسو له خوا وپېژندل شو او ووژل شو.
د کمال احمد په نامه يو عيني شاهد پژواک ته وويل، چې دوى هم لاريون کوونکو ته نږدې د ډزو غږ اورېدلى دى.
ياده غونډه، په فارياب کې د ولسي پاڅونونو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د سلاکار نظام الدين قيصاري د نيولو په غبرګون کې د کابل په شهرنو سيمه کې روانه وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن