ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که د ډالرو دقاچاق مخنیوی ونه شي، ارزښت به یې د افغانیو پر وړاندې لوړ شي”

“که د ډالرو دقاچاق مخنیوی ونه شي، ارزښت به یې د افغانیو پر وړاندې لوړ شي”

author avatar
16 Jul 2018 - 18:59
“که د ډالرو دقاچاق مخنیوی ونه شي، ارزښت به یې د افغانیو پر وړاندې لوړ شي”
author avatar
16 Jul 2018 - 18:59

کابل (پژواک،۲۵چنګاښ ۹۷): د مرکزي بانک رییس، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېدل له هېواد څخه بهر ته د ډالرو قاچاق بولي او وايي چې که مخنیوی یې و نه شي، د افغانیو پر وړاندې به د ډالرو ارزښت نور هم لوړ شي.

ولسي جرګې، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېدو اود مندرسو پیسو په سوځولو کې د فساد ادعاوو په تړاو د سپیناوي لپاره نن د افغانستان بانک مشر خلیل الله صدیق ورغوښتی و.

د پژواک خبري اژانس د راپورونو پر بنسټ، د تېرکال چنګاښ میاشت کې د یو امریکایي ډالر ارزښت ۸۶ افغانۍ و؛ خو نن یو ډالر په ۷۲،۴٠ افغانۍ تبادله کېږي.

د افغانستان بانک رييس وویل چې هېواد کې اقتصادي وضعیت، سیاسي او امنیتي ناارامۍ او له هېواد څخه بهر ته د ډالرو قاچاق هغه لاملونه دي چې د ډالرو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت ټیټ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو کې، امریکايي ډالر د هرات له اسلام کلا بندر، د بلخ له حیرتان بندر، د بلخ او کابل له هوايي ډګرونو او د نیمروز او فراه له بندرونوڅخه قاچاق کېږي.

هغه همداراز وویل چې نږدې سل ټکسي موټر د تګ راتګ جواز پرمټ د هرات او مشهد ترمنځ د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې فعالیت کوي او دا موټر هم له افغانستان څخه د ایران مشهد ته ډالر په قاچاقي ډول وړي.

صدیق وویل: (( د پولې کنټرول د بانک له دندو څخه نه ده اوموږ دا واک هم نه لرو، چارواکي مو هم خبرکړي دي، له درې ورځو راهیسې د ډالرو د قاچاق مخنیوي لپاره هلې ځلې پیل شوي ، چې په دې اقدام سره د ډالرو ارزښت هم کم شوی، که موږ په خپلو رسمي پولو کې د اسعارو د قاچاق مخه ونیسو، په دې سره به د ډالرو ارزښت راټیټ او د افغانیو ارزښت لوړ شي او که کنټرول نه شي وضعیت به نورهم خراب شي.))

هغه په یادوسرحدونو کې سیمه ییز زورواکي د ډالرو په قاچاق کې ښکېل وبلل او ټینګاریې وکړ چې د افغانیو ارزښت رالوېدو د مخنیوي یواځینۍ لار د ډالرو له قاچاق څخه مخنیوی دی.

نوموړي همداراز وویل چې د هر هېواد د اسعارو ارزښت، د کورنیو تولیداتو کچې سره تړاو لري  او د هېواد سوداګرۍ کې کسر هم د افغانیو ارزښت په کمښت اغېز کړی دی.

نوموړي وویل چې افغانستان تېرکال څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالره صادرات؛ خو له شپږ نیم ملیارده ډالرو زیات واردت یې کړي دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې بانک بازار ته عرضه کوونکي ډالر څو محدودو صرافانو ته ورکوي، وویل، نه داسې نه ده هېڅ داوطلب نه شي کولی چې له درې سلنې زیات ډالر په دواطلبي کې ترلاسه کړي.

نوموړي د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې پر ګونګوسو دې باور نه کوي او که اعتماد نه لري، کولی شي چې د داوطلبي ګانو پروسې وڅاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.