ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ګڼ کلي له طالبانو او داعش وسله والو پاک شوي

ننګرهار کې ګڼ کلي له طالبانو او داعش وسله والو پاک شوي

author avatar
17 Jul 2018 - 15:42
ننګرهار کې ګڼ کلي له طالبانو او داعش وسله والو پاک شوي
author avatar
17 Jul 2018 - 15:42

جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د ملي اردو چارواکي وايي، له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه يې د ننګرهار په چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې ګڼ کلي له وسله والو پاک کړي دي.

دوی وايي، عمليات په چپرهار کې د داعش پر ضد او بټي کوټ کې د طالبانو د ځپلو په موخه پيل شوي چې لا هم روان دي.

په ختيځ كې ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي د چنګاښ په ۲۶مه پژواک ته وويل چې په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو عملياتو کې غلام ډاګ، تريلي، ګزک، غزو، لندن او توحيد اباد کلي په بشپړ ډول له داعش وسله والو پاک کړي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات يې په يادې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو په هدف پيل کړي او په برياليتوب سره دوام لري.

نيازي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د یادو کلیو امنیت یې په بشپړ ډول نیولی او بیا به پرې نه ږدي چې داعش وسله وال دغو سیمو ته راشي.

قوماندان زياته كړه، په دغو عملياتو کې يې يو شمېر داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په اړه يې كره معلومات نه لري.

دغه راز د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيل شوي چې اوس په کې تازه د ولسي پاڅون کوونکو د تجهيز چارې هم پيل شوې دي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شرين اقا فقيري پژواک ته وويل چې د دغو عملياتو موخه له وسله والو د سيمې پاکول، د ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ، د راتلونکو ټاکنو لپاره د زمينې برابرول او د جلال اباد- تورخم لويې لارې د امنيت ټينګښت دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملياتو پر مهال د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي او اوس په کې د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ او تجهيز چارې روانې دي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا غړي او عام خلک وايي چې په چاڼ شوو سيمو کې دې تر عملياتو وروسته پوستې جوړې شي، څو د سيمو امنيت دوامدار وساتل شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم پژواک ته وويل چې په ننګرهار کې ډېر کله عمليات ځکه ښه پايله نه لري چې وروسته نیول شوې سيمې بېرته پرېښودل کېږي، امنيتي ځواکونه ترې ځي او بیا وسله وال پرې حاکم کېږي.

د دې شورا بل غړی سيد مهدي پاچا هم غوښتنه کوي چې له عملياتو وروسته بايد په چاڼ شوو سیمو کې پوستې رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.