لښکرګاه (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندهار- ګرشک پر لويه لار سراچه او رينجر موټرو ټکر کړی دی.
ده وويل چې په دې پېښه کې دوه ښځې او دوه ماشومان مړه شوي او شپږ کسان نور ټپيان شوي دي.
د ځواک په وينا، ټپيان روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
د نوموړي په وينا، دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
ګرشک د هلمند د امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېری سيمې د حکومت په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن