د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

برېتانیا او امریکا د افغانستان له پوهنې وزارت سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته وکړه

برېتانیا او امریکا د افغانستان له پوهنې وزارت سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته وکړه

Jul 17, 2018 - 18:06

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د برېتانیا هېواد او د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې لومړنیو او منځینو زده کړو ته د افغان نجونو لاسرسي لپاره، د افغانستان له پوهنې وزارت سره نږدې ۸۰ میلیونه امریکایي ډالره مرسته وکړه.

په افغانستان کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کي (Nicholas Kay) نن د مرستې د اعلان پر مهال کابل کې وویل چې د نجونو لپاره د زده کړو په دغه پړاو کې به له زده کړو څخه بې برخې نجونې معیاري تعلیماتو ته لاسرسی ومومي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه پروګرام په دویم پړاو کې به د افغانستان له پوهنې وزارت سره شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وشي چې له دې جملې څخه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

هغه وویل چې اووه کاله وړاندې د نجونو روزنې پروګرام (Girl’s Educationinfo-icon Challenge) پیل پیل شو چې تر اوسه ۳۰۰زره افغان نجونې توانېدلې د دغه پروګرام له لارې د ښوونځیو لومړنیو ټولګیو کې شاملې شي.

په افغانستان کې د برېتانیا سفیر زیاته کړه: ((نن د دغه پروګرام دویم پړاو اعلانېږي چې یو ځل بیا ۳۰۰ زره نجونو ته په کې د زده کړو موکه برابرېږي او په ځانګړې توګه به نږدې ۷۰زره نجونې وکولی شي چې منځنیو او حرفوي زده کړو ته دوام ورکړي.))

هغه زیاته کړه چې د دغه پروګرام له لارې به په لومړي او دویم پړاو کې دوو زرو ښوونکو ته د روزنې لار هواره شي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې مرستیال جیفري کوهین (Jeffery P. Cohen) په دې مراسمو کې وویل چې د نجونو د روزنې له دویم پړاو سره د امریکا نړیواله پراختیايي اداره همکاره ده؛ څو افغان نجونې منځنیو معیاري زده کړو ته لاسرسی ولري.

د افغانستان پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي له یادې مرستې د مننې تر څنګ وویل چې لا هم کابو ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان چې ۸۵ سلنه یې نجونې دي، ښوونځیو کې شاملې نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې ښوونې او روزنې ته د زیات شمېر نجونو لاسرسي لپاره پرېکړه وشوه چې د مالي مرستندویانو په مرسته مختلف روزنیز پروګرامونه پیل شي.

نوموړي وویل: ((موږ نن په لسو ولایتونو کې د هغو نجونو لپاره د ښوونې او روزنې پروګرام د پیل شاهدان یو چې په ښوونځیو کې شاملې شوې نه دي او یا جسمي ستونزې لري.))

۱۲ کلنه ستاره د یادو نجونو له ډلې ده چې د دغه پروګرام له لارې دولتي ښوونځي ته په شاملېدو بریالۍ شوه، د نورو نجونو په استازولۍ یې په دغه پروګرام کې وویل چې تل یې د لیک لوست خیال په سر کې و، خو له ښوونځي څخه د زیات واټن له امله له زده کړو پاتې شوې وه.

نوموړې زیاته کړه چې شاوخوا ۴ کاله وړاندې د یوې موسسې له لوري سیمه ییز ټولګي جوړ شول په درېیو کلونو کې وتوانېده چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او له هغه وروسته د قلعه وزیر ښځینه ښوونځي کې شامله شوه.

هغې زیاته کړه چې اوس لیک او لوست کولی شي، کولی شي چې له خپلې خور، ورور او هغو همځولو سره چې په دې برخه کې ستونزه لري، مرسته ورسره وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement