ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په امام صاحب کې درې امنیتي پوستې سقوط شوې

د کندوز په امام صاحب کې درې امنیتي پوستې سقوط شوې

author avatar
17 Jul 2018 - 08:58
د کندوز په امام صاحب کې درې امنیتي پوستې سقوط شوې
author avatar
17 Jul 2018 - 08:58

کندوز (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده چې له امله يې تر اوسه درې پوستې سقوط شوې او پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ١٢ بجې وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په جوى بېګم، قرغز او کنجک سيمو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

ده وويل: ((د جوى بېګم سيمه کې طالبانو درې پوستې نيولې دي، تر اوسه پنځه ټپي سرتېري شفاخانې ته انتقال شوي او قرغز او کنجک سيمو کې سخته جګړه روانه ده.))

دغه راز په کندوز کې يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د قرغز او کنجک سيمې پوستې هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((که مرستې ور ونه رسول شي، نورې پوستې هم سقوط کوي.))

سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره وړاندې نه کړه خو ويې ويل چې مرګ ژوبله ډېره ده.

د يادونې ده، امام صاحب د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې ده او ډېری وخت ترې د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.