ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د فاتحې پر مراسمو ځانمرګي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي

سرپل کې د فاتحې پر مراسمو ځانمرګي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي

author avatar
17 Jul 2018 - 17:51
سرپل کې د فاتحې پر مراسمو ځانمرګي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي
author avatar
17 Jul 2018 - 17:51

سرپل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): سیمه ییزې سرچينې وايي، د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د فاتحې پر مراسمو د ځانمرګي برید له امله د اوو وسله والو طالبانو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د سرپل امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوی پژواک خبري اژانس ته وویل، له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې د صیاد ولسوالۍ په اجیرم کلي کې د فاتحې پر مراسمو د ځانمرګي برید له امله د اوو وسله والو طالبانو او ۱۵ ملکي وګړو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي دي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په دغه برید کې یو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

نوموړي ونه ویل چې د فاتحې مراسم د چا وو، خو په ډاګه یې کړه چې په دغو مراسمو کې یو شمېر طالب قوماندانانو هم ګډون درلود.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پېښې ټپیان د سیمې خلکو روغتیايي کلينیکونو ته انتقال کړي دي.

خو یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، له جزئیاتو پرته وویل، په دغه برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.