ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه ښار کې پر یوه موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو بندیز لګېدلی

فراه ښار کې پر یوه موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو بندیز لګېدلی

author avatar
17 Jul 2018 - 16:39
فراه ښار کې پر یوه موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو بندیز لګېدلی
author avatar
17 Jul 2018 - 16:39

فراه (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): په فراه ښار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې پر یوه موټرسایکل د دوو کسانو سپرېدو ته اجازه نه ورکول کېږي، چارواکي وايي دغه اقدام یې په دغه ښار کې د موټرسایکل سپرو له لوري د خلکو د وژنې د مخنیوي په موخه ترسره کړی دی.

د فراه پولیس په داسې حال کې دغه اقدم ترسره کوي چې د راپورونو له مخې په وروستیو لسو ورځو کې په فراه ښار کې د دولت تر اوو ډېر ملکي او نظامي کار کوونکي د دوو موټرسایکل سپرو په وسیله وژل شوي او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

خو د پولیسو دغه اقدام د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي اندېښمن کړي او وايي، دولتي چارواکي باید د امنیت ساتلو لپاره نور تدابیر رامنځته کړي او پر موټرسایکل د دوو کسانو پر ګرځېدو له بندیز سره دې خلکو له ستونزو سره نه مخ کوي.

د فراه ښار اوسېدونکی عبدالهادي دې ته په اشاره چې د فراه ښار ډېری اوسېدونکي له یوه موټرسایکل څخه کار اخلي، پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ بېوزله خلک څه وکړو، په خدای که مو حکومت ژوند کولو ته پرېږدي، اې وروره! طالب ښار ته دننه راځي، څوک وژني او بیا تښتي، دا باید موږ بېوزله خلک جبران کړو؟))

د هغه په خبره، د فراه د نادار سیمې اوسېدونکي له مجبوریته د ورځنیو کارونو ته د رسېو لپاهر دوه کسان له یو موټرسایکل څخه کار اخلي؛ د هغه په خبره د دوی اقتصادي توان نه ایجابوي چې هر سړی دې ځان ته موټرسایکل ولري.

د هغه په باور، پر یوه موټرسایکل د دوه کسانو کرځ بندیز د فراه ښار د امنیت لپاره ګټه نه لري، بلکې د خلکو او حکومت تر منځ فاصله رامنځته کوي.

د فراه بل اوسېدونکی محمد اسماعیل هم د امنیې قوماندانۍ دغه پرېکړه مناسبه نه بولي او وايي، د دې پر ځای چې پر موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو بندیز ولګوي کومه بله مناسبه لاره دې وسنجوي څو امنیت راشي.

خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، دغه اقدام یې په فراه کې د موټرسایکل سپرو له لوري د وژنو د ډېرېدو په خاطر ترسره کړی دی.

د هغه په خبره، د پولیسو دغه تصمیم د فراه ښار پر امنیتي وضعیت مثبت اغېز کولای شي او پولیس توانېدلي چې په وروستیو دوو ورځو کې دوه کسان چې په د دغه ښار په وژنو کې یې لاس درلود ونیسي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه پرېکړه لنډمهاله بولي او وايي، د فراه ښار د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو به دوام ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.