د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ګڼ کلي له طالبانو او داعش وسله والو پاک شوي

ننګرهار کې ګڼ کلي له طالبانو او داعش وسله والو پاک شوي

Jul 17, 2018 - 15:42

جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د ملي اردو چارواکي وايي، له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه يې د ننګرهار په چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې ګڼ کلي له وسله والو پاک کړي دي.

دوی وايي، عمليات په چپرهار کې د داعش پر ضد او بټي کوټ کې د طالبانو د ځپلو په موخه پيل شوي چې لا هم روان دي.

په ختيځ كې ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي د چنګاښ په ۲۶مه پژواک ته وويل چې په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو عملياتو کې غلام ډاګ، تريلي، ګزک، غزو، لندن او توحيد اباد کلي په بشپړ ډول له داعش وسله والو پاک کړي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات يې په يادې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو په هدف پيل کړي او په برياليتوب سره دوام لري.

نيازي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د یادو کلیو امنیت یې په بشپړ ډول نیولی او بیا به پرې نه ږدي چې داعش وسله وال دغو سیمو ته راشي.

قوماندان زياته كړه، په دغو عملياتو کې يې يو شمېر داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په اړه يې كره معلومات نه لري.

دغه راز د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيل شوي چې اوس په کې تازه د ولسي پاڅون کوونکو د تجهيز چارې هم پيل شوې دي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شرين اقا فقيري پژواک ته وويل چې د دغو عملياتو موخه له وسله والو د سيمې پاکول، د ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ، د راتلونکو ټاکنو لپاره د زمينې برابرول او د جلال اباد- تورخم لويې لارې د امنيت ټينګښت دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملياتو پر مهال د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي او اوس په کې د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ او تجهيز چارې روانې دي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا غړي او عام خلک وايي چې په چاڼ شوو سيمو کې دې تر عملياتو وروسته پوستې جوړې شي، څو د سيمو امنيت دوامدار وساتل شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم پژواک ته وويل چې په ننګرهار کې ډېر کله عمليات ځکه ښه پايله نه لري چې وروسته نیول شوې سيمې بېرته پرېښودل کېږي، امنيتي ځواکونه ترې ځي او بیا وسله وال پرې حاکم کېږي.

د دې شورا بل غړی سيد مهدي پاچا هم غوښتنه کوي چې له عملياتو وروسته بايد په چاڼ شوو سیمو کې پوستې رامنځته شي.

همدارنګه د چپرهار ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محکم خان دولتزی وايي چې د دې ولسوالۍ ډېر امنيتي ګواښونه له هغو سيمو وو چې اوس امنيتي ځواکونو نيولې؛ خو وايي په نيول شوو ځايونو کې بايد دايمي پوستې جوړې شي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې د خپلې سيمې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې پوستې بايد جوړې شي.

دغه راز د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر صديق الله هم له پژواک سره خبرو کې وويل چې د دې ولسوالۍ د چهاردهي، امبرخانې، تکيه، ګړباوې، کهيي او فارمونو سيمو امنیت تر عملیاتو وروسته ښه شوی دی.

بلخوا چارواکي هم وايي چې دغه ځل به د عملياتو پر مهال نوې پوستې رامنځته کوي او په کومو سيمو کې که خلک خپله خپل امنيت ساتي، نو د هغوی ملاتړ به وکړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، د چپرهار په نيول شوو سيمو کې به د سيمه ييزو پوليسو نوې پوستې جوړې شي او دغه راز په بټي کوټ کې خلکو خپله پاڅون کړی، سيمې خپله ساتي، دولت يې ملاتړ کوي.

د دې څرګندونو په اړه داعش او طالب وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement