ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امریکا کې د افغانستان سفیر له افغان سیکانو او هندوانو سره غمرازي وښوده

په امریکا کې د افغانستان سفیر له افغان سیکانو او هندوانو سره غمرازي وښوده

author avatar
17 Jul 2018 - 11:52
په امریکا کې د افغانستان سفیر له افغان سیکانو او هندوانو سره غمرازي وښوده
author avatar
17 Jul 2018 - 11:52

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): په امريکا کې د افغانستان سفير د جلال اباد په بريد کې د سيکانو د وژل کېدو په غبرګون کې وايي، دښمنان په دې ډول بريدونو سره نه شي کولای د افغانانو يووالی له منځه يوسی.

هغه زياتوي، افغانان يوموټی دي او په هېواد کې به له لږکيو په کلکه ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې په واشنګټن کې افغان سفير ډاکتر حمدالله محب له افغان سیکانو او هندوانو سره د خواخوږۍ او ډاډګېرنې په نیول شوو مراسمو کې کړې دي.

شاوخوا ١٧ ورځې مخکې جلال اباد ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال د اهل هنودو پر هغې ډلې ځانمرګى بريد وشو چې له ولسمشر سره د ليدنې لپاره د جلال اباد قصر ته روان و.

په دغه بريد کې د ١٧ سيکانو په ګډون ١٩ کسان ووژل شول او تر ٢٠ زيات ټپيان شوي وو.

په امریکا کې د افغانستان سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خواخوږۍ په دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، کانګرس، د هندوستان سفارت، امریکا مېشتو افغان سيکانو او هندوانو، د ټولنو مشرانو او مدني بنسټونو استازو برخه اخيستې وه.

افغان سفير ډاکتر حمدالله محب په افغانستان کې د ټولو قومونو پر ګډ تاریخ، په ځانګړي ډول له افغان سيکانو او هندوانو سره د ګډو ارزښتونو، په ټولنه کې د دیني او مذهبي زغم پر کلتور او پر دوه اړخیز درناوي ټينګار وکړ.

هغه افغان سيکان او هندوان د افغاني ټولنې نه بېلېدونکې برخه وګڼله او د وروستۍ تراژیدۍ په غبرګون کې یې د افغانانو د يووالي احساس ته اشاره وکړه.

محب زياته کړه: "په جلال اباد ښار کې پر افغان سيکانو او هندوانو د وروستي برید له امله ټول هېوادوال سخت خواشيني دي. دا پېښه له کندهاره رانیولې تر بدخشانه په پراخ ډول د ټولو هېوادوالو له خوا په کلکه وغندل شوه.))

د نوموړي په وينا، دښمنان په دغه راز بريدونو سره نه شي کولای زموږ يووالی له منځه يوسي. افغانان یوموټی دي او په هېواد کې به له لږکيو په کلکه ملاتړ کېږي."

په واشنګټن ډي سي کې د هندوستان سفارت او خلکو په استازیتوب مرستیال سفیر پونيټ روی کندال د افغانستان د سفیر او د سفارت د کارکوونکو له غمشریکۍ د مننې تر څنګ وویل چې د افغان سيکانو او هندوانو د ټولنې د مشرانو وژنه خواشینوونکې ده.

 نوموړي زیاته کړه: ((موږ په کلک عزم سره د سولې او ثبات راوستلو په لاره کې هر راز همکاریو ته چمتو یو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.