ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوى

په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوى

author avatar
17 Jul 2018 - 09:14
په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات شوى
author avatar
17 Jul 2018 - 09:14

لښکرګاه (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): امنيتي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات کړى چې د ملکي وګړو په ګډون يې ترې ٥٤ کسان را خوشي کړي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د اووم کنډک له مطبوعاتي دفتره د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يو زندان او پټنځايونو عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې د طالبانو له زندانه ٥٤ کسان را خوشي کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په را خوشي شوو کسانو کې ٣٣ ملکي وګړي، ١٥ پوليس، څلور د ملي اردو سرتېري او دوه هم ډاکتران دي.

د سرچينې په حواله، په دغو عملياتو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو څلور طالبان چې د زندان ساتونکي وو، نيول شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې امنيتي ځواکونه اوس هم په سيمه کې دي او راخوشي شوي کسان يې ٢١٥ ميوند قول اردو ته لېږدولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

موسى کلا د هلمند د هغو ولسواليو له ډلې ده چې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې يې بشپړ کنټرول د طالبانو په لاس کې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.