د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې لسګونو پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار کې لسګونو پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Jul 17, 2018 - 11:57

کندهار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د کندهار په ارغستان او سپین بولدک ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د ارغستان ولسوالۍ په اونکه سیمه کې د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د دواړو لورو تر منځ د سهار تر درې نیمو بجو جګړه روانه وه.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې جګړه کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۵ ټپيان شوي، دغه راز ۶ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، دا چې وسله وال د کرښې له هغې غاړې راغلي وو، له جګړې وروسته بېرته هغې خوا ته تښتېدلي دي.

د یوه بل خبر له مخې، په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم چارواکي د دې پېښې په اړه ناخبري ښيي خو د سپین بولدک ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار د سپین بولدک په لکړۍ، سرکاري ویالې او وانکي سیمو کې د سرحدي پولیسو پر درېیو پوستو بریدونه وکړل او د دواړو لورو تر منځ جګړې څو ساعته دوام وکړ.

سرچینه زیاتوي، په دې جګړه کې ۹ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي او دغه راز وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوله اوښتې خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

وسله والو طالبانو د ارغستان د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د سپین بولدک د پېښې په اړه یې ویلي چې دغلته یې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي او ۹ پولیس یې وژلي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د سپین بولدک په سرکار ویالې او لکړۍ سیمو کې یې ۴ پوستې سقوط کړې، ۹ پولیس یې وژلي، یو شمېر وسایط او وسلې یې نیولي دي.

خو چارواکو د وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

سپین بولدک او ارغستان ولسوالۍ پر ډیورنډ کرښه پرتې ولسوالۍ دي.

په دې وروستیو کې د کندهار په سرحدي ولسوالیو کې د وسله والو په بریدونو کې ډېروالی راغلی.

امنیتي چارواکي وايي، وسله وال د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې راځي او دلته له بریدونو وروسته بېرته هغې غاړې ته ځي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement