کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): د مخابراتو وزير د سيسکو له نړيوال شرکته غوښتي چې د افغانستان د زېربناوو د پراختيا لپاره له افغان بنسټونو سره په مشورو ورکولو او کړنلارو جوړولو کې همکاري وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مخابراتو وزیر شهزاد اریوبي د امريکا متحده ايالتونو سيلیکون ويلي ته رسمي سفر کړى دى.
سرچينه کاږي، د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د سيسکو (Cisco) نړيوال شرکت له مسوولينو سره ولیدل او په افغانستان کې د دغه شرکت د نمايندګۍ د پرانيستې د اهميت په اړه يې د دغه شرکت له مسوولینو سره خبرې وکړې چې له مخې يې د تجهيزاتو، حفظ او مراقبت د رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ زمينه پراخېږي.
سرچينه زياتوي، دا چې سيسکو د نړيوالو شرکتونو له ډلې د ټکنالوجۍ په برخه کې د نړۍ له پېژندل شوو شرکتونو څخه دی، نو د مخابراتو وزیر له دغه شرکت څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د زېربناوو د پراختيا او انکشاف لپاره افغان بنسټونو ته په مشورو ورکولو او کړنلارو جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي دغه راز له دغه شرکت څخه غوښتنه کړې، دا چې افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د سترو پروژو پلې کولو لپاره يوه تجربه لرونکي همکار ته اړتيا لري، نو دغه شرکت کولی شي د لومړي نړيوال شرکت په توګه له خپل تخصص څخه د ګټې اخیستنې په موخه د افغانستان له دولت سره ښه همکار پاتې شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې لیدنه کې دغه راز د Cisco اکاډمۍ د علمي پروګرامونو د زیاتېدو په اړه هر اړخيزه خبرې وشوې چې ياد شرکت مسوولينو په دې برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن