کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د برېتانیا هېواد او د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې لومړنیو او منځینو زده کړو ته د افغان نجونو لاسرسي لپاره، د افغانستان له پوهنې وزارت سره نږدې ۸۰ میلیونه امریکایي ډالره مرسته وکړه.
په افغانستان کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کي (Nicholas Kay) نن د مرستې د اعلان پر مهال کابل کې وویل چې د نجونو لپاره د زده کړو په دغه پړاو کې به له زده کړو څخه بې برخې نجونې معیاري تعلیماتو ته لاسرسی ومومي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه پروګرام په دویم پړاو کې به د افغانستان له پوهنې وزارت سره شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وشي چې له دې جملې څخه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
هغه وویل چې اووه کاله وړاندې د نجونو روزنې پروګرام (Girl’s Education Challenge) پیل پیل شو چې تر اوسه ۳۰۰زره افغان نجونې توانېدلې د دغه پروګرام له لارې د ښوونځیو لومړنیو ټولګیو کې شاملې شي.
په افغانستان کې د برېتانیا سفیر زیاته کړه: ((نن د دغه پروګرام دویم پړاو اعلانېږي چې یو ځل بیا ۳۰۰ زره نجونو ته په کې د زده کړو موکه برابرېږي او په ځانګړې توګه به نږدې ۷۰زره نجونې وکولی شي چې منځنیو او حرفوي زده کړو ته دوام ورکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن