ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د کډوالو د ښارګوټي چارې په ١١ کلونو کې هم پيل نه شوې

کاپيسا کې د کډوالو د ښارګوټي چارې په ١١ کلونو کې هم پيل نه شوې

author avatar
18 Jul 2018 - 11:52
کاپيسا کې د کډوالو د ښارګوټي چارې په ١١ کلونو کې هم پيل نه شوې
author avatar
18 Jul 2018 - 11:52

محمود راقي (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٧) : ځايي چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د کاپيسا د کډوالو ښارګوټي د جوړولو چارې له ١١  کلونو راهيسې همداسې نيمګړې پاتې دي.

د ځايي چارواکو په وينا، اوس مهال په دغه ولايت کې د يونيم زرو په شاوخوا کې کډوالې کورنۍ ژوند کوي چې ځينې يې ددغه ولايت له ناامنو سيمو او نور يې له نورستان، کندوز،کونړ، بدخشان، لغمان، سمنګان او نورو  ولايتونو اوسېدونکي دي.

دوى له څو کلونو راهيسې د ښارګوټي جوړولو غوښتنه کوي، خو د کډوالو چارو رياست وايي، چې په سيمه کې د ځينو زورواکو له امله حکومت نه دی توانیدلی چې د کډوالو د ښارګوتي پروژه پلې کړي.

د کاپيسا ولايت د نا امنيو له امله يو تن بې ځايه شوى کډوال اغا محمد چې اوس په مرکز کې اوسېږي، وايي چې د تګاب د بدراب له سيمې څخه د جنګونو له امله راغلى دى.

هغه پژواک ته وويل، د ولايت په مرکز کې په کرايي کور کې اوسېږي او نور د کرايې ورکولو توان نه لري.

د نوموړي په وينا، که چېرې د کډوالو ښارګوټى جوړ شي، نو ډېرې ستونزې به يې هوارې شي.
د فقير په نوم يو بل کډوال چې اووه کاله مخکې له پاکستان څخه کاپیسا ته راغلی اوسمهال د کاپیسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې ژوند کوي .

هغه وايي : ((موږ خوښ وو چې وطن جوړ شوى، بهرنيانو ډېرې مرستې کړي، خو اوس نه کور  لرو، نه کاروبار، پخواني کورونه مو په جګړو کې وران شوي او اوس د نورو په کرايي کورونو کې ژوند کوو.))

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې ددوى د سرپناه ستونزه هواره او اعلان شوى ښارګوټى دې ژر تر ژره جوړ کړي.

د کاپيسا په نجراب، تګاب او اله ساى ولسواليو کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ په باريکاب سيمه کې اړولي او ځېنې نور د کابل ښار څرخي پله ته تللي دي.

د ويس اغا په نامه د نجراب د افغانيې سيمې اوسېدونکي چې اوس په باريکاب کې مېشت دى، وايي چې حکومت يې هېڅ پوښتنه نه کوي.

هغه زياتوي، که چېرې حکومت د ولايت مرکز کې د کډوالو د ښارګوټي پروژه نه شي پلې کولى، نو په نجراب کې پراخې ځمکې شته، هلته دې پلې کړي.

د کاپيسا د مدني ټولنې مشر حاجي حشمت الله اسحاق زاده وايي چې ځايي اداره او حکومت بايد د سترې محکمې پرېکړه عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.