ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : د لوګر لويه لار ډېره ناامنه شوې

خلک : د لوګر لويه لار ډېره ناامنه شوې

author avatar
18 Jul 2018 - 15:05
خلک : د لوګر لويه لار ډېره ناامنه شوې
author avatar
18 Jul 2018 - 15:05

پل علم(پژواک،٢٧چنګاښ٩٧): د کابل-ګردېز لويې لارې مسافر وايي چې د لوګر ولايت په مربوطاتو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي او هره ورځ د دې لويې لارې په اوږدو کې طالبان د عامو خلکو موټر تالاشي کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر ولايت د مرکز پل علم د علي خان کلا اوسېدونکي ظريف د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېرى وخت وسله وال طالبان سړک ته را پورته کېږي او پر دولتي موټرو بريدونه کوي چې له امله يې د کابل-ګردېز لويه لار نا امنه شوې ده.

هغه وايي: ((د کابل-ګردېز سړک زموږ له کلي څخه تېر شوى دى، طالبان را پورته کېږي، په دولتي موټرو ډزې کوي چې بيا څو ساعته لار د ترافيکو پرمخ بنده وي.))

د نوموړي په وينا، روانه مياشت کې تر اوسه دوه ځلې په دې سيمه کې طالبانو يو ځل د پکتيا د والي پر موټر او يو بل ځل هم د څارنوالانو پر موټرو بريدونه کړي دي.

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د واغجان بازار يو تن هټيوال ګلاب شاه هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د روان کال په اوږدو کې طالبانو څو ځلې په دې بازار کې دولتي کارکوونکي ترور کړي دي.

هغه وايي: (( د کابل-ګردېز پر سړک د بازار په منځ کې يې پر دولتي کسانو ډزې کړي چې بيا ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.))

نوموړى د بېلګې په توګه وويل چې څه موده وړاندې د همدې بازار په منځ کې طالبانو د لوګر د والي مرستيال، د والي وياند او درې نور ملګي وګړي و وژل.

همدارنګه د کابل –ګردېز لويې لارې يو تن موټر چلوونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې سږکال د لوګر په مربوطاتو کې د کابل-ګردېز لويه لار نا امنه شوې ده.

هغه وايي: (( زه خو هره ورځ په دې لاره ځم او راځم، طالبان سړک ته را پورته کېږي، موټر تالاشي کوي، کله چې طالبان پر سړک را ښکاره شي، ما سره او هغه سپرلۍ چې دولتي کارکوونکي وي ډار پيدا کېږي بيا ټوله لار را باندې له تشويشه ډکه تېره شي.))

د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

دغه راز په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې سږکال د طالبانو له لوري د کابل-ګردېز پر لويه لار بريدونه ډېر شوي دي.

ده زياته کړه: (( موږ ته شکايتونه ډېر راځي، طالبانو پر دې لاره هدفي وژنې، چاودنې او بريدونه ډېر کړي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.