ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې هره ورځ له څلور زره زيات کسان په تنفسي ناروغۍ اخته کېږي

ننګرهار کې هره ورځ له څلور زره زيات کسان په تنفسي ناروغۍ اخته کېږي

author avatar
18 Jul 2018 - 17:01
ننګرهار کې هره ورځ له څلور زره زيات کسان په تنفسي ناروغۍ اخته کېږي
author avatar
18 Jul 2018 - 17:01

جلال اباد (پژواک،٢٧ چنګاښ ۹۷):د ننګرهار ولايت روغتيايي او د چاپيريال ساتنې ادارو چارواکي وايي چې د هوا د ککړتيا له امله تنفسي ناروغۍ ډېرې شوي او هره ورځ په منځني ډول له څلور زره ډېر کسان په ناروغيو اخته کېږي.

د چاپيريال ساتنې اداره وايي چې د استوګنې په سيمو کې د فابريکو موجوديت، د بې کيفيته تېلو مصرف، د غير معياري ريکشاوو موجوديت او د شنو ساحو کمښت هغه څه دي چې د دغه ولايت هوا يې ککړه کړې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک اژانس ته وويل‌ چې د روان ۱۳۹۷ لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتوکې د دغه ولايت ۵۸ روغتيايي مرکزونو ته په تنفسي ناروغيو اخته څه دپاسه څلور سوه څلوېښت زره ناروغانو د درملنې په موخه مراجعه کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه شمېرې ښيي چې هره ورځ په اوسط ډوله ۴۸۰۰ کسان په تنفسي ناروغيو اخته کېږي.

نوموړی وايي،داشمېرې يواځې د دولتي روغتونونو دي او ښايي شخصي روغتونونو ته مراجعه کوونکو سره يې شمېر تر دې هم  لوړ شي.

دی زياتوي: ((د دغو ناروغيو له ډلې د ستوني، پزې او غوږ درد، سينه او بغل او زکام دي چې لوی علت يې هم د هوا ککړتيا ده. ځينې نور علتونه لکه د غير صحي خوړو او اوبو استعمال او ګرمي به هم وي؛ خو لوی علت يې ناپاکه هوا ده.))

نوموړى زياتوي، د تېر لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې هم ورته څلور سوه شپاړلس زره  او ۷۵۷ ناروغانو مراجعه کړې وه چې سږنۍ شمېرې تر دغو شمېرو ۲۳۵۲۳ ناروغان زيات ښيي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د چاپيريال ساتنې ادارې مشر فضل الربي هميم هم پژواک سره د خبرو پرمهال په دغه ولايت کې د چاپيريال د ککړتيا په اړه اندېښنه شريکه کړه.

هغه وايي، د هوا په ککړتيا کې د غير معياري ريکشاوو موجوديت، په ښاري سيمو کې د فابريکو فعاليت، د ځنګلونو او شنو ساحو کمښت او په ښاري سيمو کې د حفظ الصحې نه مراعتول شامل دي.

د نوموړي په وينا، هڅه کوي څو ددغو ستونزو مخه ونيسي؛ خو اداره يې يواځې پاليسي جوړونکې ده او د ډېرو جدي اقداماتو لپاره ورته نه هم جواز او نه هم امکانات په لاس ورکول کېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم اندېښمن دي چې د دغه ولايت هوا او چاپيريال ورځ تر بلې د ککړېدو په حال کې دی.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی سمع الحق که څه هم په دغه برخه کې د خلکو نه پاملرنه اندېښمنوونکې ګڼي؛ خو وايي چې په دولتي کچه هم کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.