جلال اباد کندهار (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٧) : په کندهار او ننګرهار ولايتونو کې د بېلا بېلو پروژو چارې پيل شوې دي چې ورسره به د خلکو ستونزې هوارې او د کار زمينې برابرې شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په جلال اباد ښار کې د ۱۲ نيم ميليونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې دي.
هغه زياته کړه، دا پروژې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري پيل شوې چې په درېيمه ناحيه کې د ولسي تړون پروګرام له لوري پلې کېږي.
دى وايي، د پنځه ویشت سلنه ولسي ونډې په اخیستو سره د ۱۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت دغه پروژې به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي .
د خوږياڼي په وينا، په دغو پروژو کې د ۱۴۸۰ متره په اوږدوالي دویمه درجه سړکونو رغول، د ۶۴۰ متره په اوږدوالي خامې ویالې او فلزي سرپوښونه جوړول او د ۱۰۰ متره په اوږدوالي پلې لارې په کانکریټي ډول پخول شامل دي.
د والي وياند وايي چې له دې پروژو سره به نږدې پنځه سوه کورنۍ په مستقیم او ۹ سوه کورنۍ په غیرې مستقیم ډول ګټه واخلي او لسګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
د جلال اباد ښار ددرېيمې ناحيې يو تن اوسېدونکى عمران الله وايي چې د لارو او سړکونو د خرابوالي له امله د باران پر مهال خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو.
هغه وايي چې له دې پروژو سره به د خلکو دا ستونزه هواره شي.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د نږدې لس ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو لګولو د دوو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د کندهار والي زلمي ویسا ددې پروژو دپرانيستې پر مهال وويل چې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په موخه يو کانال جوړېږي، دغه راز په ابراهيمزو کلي کې د ١٤ اوبيزو درواوز (واټر ګېټونو )بله پروژه شامله ده.
د هغه په وينا، يادې پروژې به د اوو میاشتو په بهير کې پاى ته ورسېږی او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه به ورسره خړوبه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن