د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کاپيسا کې د کډوالو د ښارګوټي چارې په ١١ کلونو کې هم پيل نه شوې

کاپيسا کې د کډوالو د ښارګوټي چارې په ١١ کلونو کې هم پيل نه شوې

Jul 18, 2018 - 11:52

محمود راقي (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٧) : ځايي چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د کاپيسا د کډوالو ښارګوټي د جوړولو چارې له ١١  کلونو راهيسې همداسې نيمګړې پاتې دي.

د ځايي چارواکو په وينا، اوس مهال په دغه ولايت کې د يونيم زرو په شاوخوا کې کډوالې کورنۍ ژوند کوي چې ځينې يې ددغه ولايت له ناامنو سيمو او نور يې له نورستان، کندوز،کونړ، بدخشان، لغمان، سمنګان او نورو  ولايتونو اوسېدونکي دي.

دوى له څو کلونو راهيسې د ښارګوټي جوړولو غوښتنه کوي، خو د کډوالو چارو رياست وايي، چې په سيمه کې د ځينو زورواکو له امله حکومت نه دی توانیدلی چې د کډوالو د ښارګوتي پروژه پلې کړي.

د کاپيسا ولايت د نا امنيو له امله يو تن بې ځايه شوى کډوال اغا محمد چې اوس په مرکز کې اوسېږي، وايي چې د تګاب د بدراب له سيمې څخه د جنګونو له امله راغلى دى.

هغه پژواک ته وويل، د ولايت په مرکز کې په کرايي کور کې اوسېږي او نور د کرايې ورکولو توان نه لري.

د نوموړي په وينا، که چېرې د کډوالو ښارګوټى جوړ شي، نو ډېرې ستونزې به يې هوارې شي.
د فقير په نوم يو بل کډوال چې اووه کاله مخکې له پاکستان څخه کاپیسا ته راغلی اوسمهال د کاپیسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې ژوند کوي .

هغه وايي : ((موږ خوښ وو چې وطن جوړ شوى، بهرنيانو ډېرې مرستې کړي، خو اوس نه کور  لرو، نه کاروبار، پخواني کورونه مو په جګړو کې وران شوي او اوس د نورو په کرايي کورونو کې ژوند کوو.))

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې ددوى د سرپناه ستونزه هواره او اعلان شوى ښارګوټى دې ژر تر ژره جوړ کړي.

د کاپيسا په نجراب، تګاب او اله ساى ولسواليو کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ په باريکاب سيمه کې اړولي او ځېنې نور د کابل ښار څرخي پله ته تللي دي.

د ويس اغا په نامه د نجراب د افغانيې سيمې اوسېدونکي چې اوس په باريکاب کې مېشت دى، وايي چې حکومت يې هېڅ پوښتنه نه کوي.

هغه زياتوي، که چېرې حکومت د ولايت مرکز کې د کډوالو د ښارګوټي پروژه نه شي پلې کولى، نو په نجراب کې پراخې ځمکې شته، هلته دې پلې کړي.

د کاپيسا د مدني ټولنې مشر حاجي حشمت الله اسحاق زاده وايي چې ځايي اداره او حکومت بايد د سترې محکمې پرېکړه عملي کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، امنيه قومانداني اړ ده چې د سترې محکمې پرېکړه عملي او د زورواکو لاسونه لنډ کړي.

د سارا سيرت په نامه بله مدني فعاله هم د قانون عملي کېدل غواړي او زياتوي چې که د ښارګوټي په اړه د سترې محکمې پرېکړه عملي نه شي، نو پر حکومت به د خلکو باور له منځه ولاړ شي.

د ځايي چارواکو په وینا، که چېرې دا ښارګوټی جوړ شي نو له زرو څخه به له ډېرو کډوالو لپاره سرپناه ځایونه جوړ شي.

د کاپیسا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس محمد قسيم ملکزاده وايي، د کډوالو د ستونزو د هوارولو په موخه په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د ولايت د مرکز اړونده د شوخي سيمې تر څنګ د ناګومان دښته کې د کډوالو لپاره ۱۵۰۰ جريبه ځمکه ځانګړې شوه او د جوړېدو هڅه يې پيل شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د کډوالو د هغه مهال وزير او نورو چارواکو له دې ځمکې او ساحې څخه ليدنه هم کړې وه.

خو ملک زاده وايي، کله چې د ښارګوټي عملي کارونه پيل شول، نو د سيمې اوسېدونکو پر ځمکې د شخصي ملکيت ادعا وکړه او ويې ويل چې د ښارګوتي جوړولو اجازه نه ورکوي، وروسته  دا ستونزه د عدلي او قضايي ادارو سره شریکه شوه.

دى زياتوي، د کاپیسا لومړۍ محکمې د حکومت په ګټه پرېکړه وکړه، دويمې محکمې هم او دوسیه سترې محکمې ته واستول شوه او پاى کې سترې محکمې هم د حکومت په ګټه پرېکړه وکړه او د خلکو د ملکيت ادعا يې رد کړه.

خو د کډوالو رييس وايي چې د سترې محکمې د پرېکړې سره سره ځايي ادارې او امنيه قومانداني ونه شواى کړاى چې په دغه سيمه کې د ښارګوټي پروژه پلې کړي .

د نوموړي په وینا، دوی د دې پروژې د پلي کېدو لپاره په لسګونه رسمي مکتوبونه قوماندانۍ، د ولایت مقام او حتی وزارت ته استولي، خو په سیمه کې د خلکو د زور له امله امنيتي ځواکونه او نورې ادارې نه شي کولای چې ياده پروژه پيل کړي.

ملکزاده وايي چې د ولسي جرګې ددوو وکيلانو ترمنځ هم پر دې ښار ګوټي لانجه وه، ميرداد خان نجرابي غوښتل چې پلې شي، خو حبيب افغان يې مخه نيوله .

هغه زياته کړه، تېر کال په کابل کې د کډوالو چارو وزير ، امنيه قوماندان، يادو وکيلانو او د نورو چارواکو ترمنځ په دې اړه ناسته وشوه، خو تر لفظي شخړو وروسته پاى ته ورسېده.

د کډوالو رياست يوه بل چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د سيمې له اوسېدونکو ځېنې زورواکي لاس لري او په حکومت کې يې هم اړيکې پراخي دي، چې ددې ښارګوټي مخه يې نيولې ده.

د کاپيسا د والي مرستيال عزيز الرحمن تواب وايي چې د ښارګوټي قانوني مراحل حل شوي او دوى هڅه کوي چې چارې يې ژر پيل شي.

د دې ولايت د ولایتي شورا غړی ګل زمان شينواری وايي چې د ښارګوټي په اړه دوى ته هم خلکو ډېر شکايتونه کړي دي .

هغه پژواک ته وويل،د ښارګوټي د ځمکې پر سر نښتې هم شوې دي، څلور تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، پر ځمکې دعوه کوونکي خلک غوښتې کوي چې حکومت دې د ښارګوټي په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو او د کوچيانو استازي حبيب افغان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د يادې سیمې له اوسېدونکو سره نا انصافي او توپيري چلندکېږي.

 نوموړی زیاتوي، په کاپیسا کې د کډوالو لپاره درې ځايه ښارګوټي پرانيستل شوي، لومړی په اول کوهستان کې، دویم په رېګروان سیمه کې او دريېم ځل لپاره په مرکز کې ياده سيمه وټاکل شوه.

افغان وايي، د ښارګوټي لپاره چې کوم ځاى ټاکل شوى، هغه د سيمې د خلکو مالچر دى، هلته د اوبو بند هم جوړېږي، که چېرې دا کار وشي، خلک اړ دي چې خپل مالچر ته کډه وکړي.

ده زياته کړه : (( دا مسئله موږ د کډوالو چارو له وزیر سره په ګډه ناسته کې شريکه کړه، هغه هم د خلکو د غوښتنو په پام کې نيولو سپارښتنه وکړه ، وروستۍ پرېکړه ولسمشر ته پاتې ده. ))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement