کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۷): د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ، احمدشاه زمانزی د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر په توګه وټاکل شو.
د یاد فرمان یوه کاپي چې نن (د چنګاښ ۲۸مه) پژواک خبري اژانس ته هم را رسېدلې کاږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۲مې ګڼې پرېکړې او د ۱۳۹۷،۳،۱۵ نېټې د ۵۴۵ ګڼې یادښت له مخې، په شرایطو برابر د واجدو کسانو له نوملړ څخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر په توګه د احمدشاه زمانزي ټاکنه منظور ده.
د ټاکنو قانون د ۲۲مې مادې پر بنسټ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو په اکثریت په شرایطو برابر د واجدو کسانو له ډلې د دارالانشا څوکۍ ترلاسه کولو لپاره درې کسان ولسمشر ته معرفي کوي او ولسمشر د هغوی له ډلې یو کس د رییس په توګه ټاکي.))
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست څوکۍ ته د درېیو نوماندانو نوملړ له رد څخه وروسته یاد کمېسیون د دې څوکۍ لپاره د نوو نوماندانانو نوملړ ولسمشر ته واستاوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د غويي په ۳۱مه درې کسان د دارالانشا څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ولسمشرۍ ته معرفي کړل.
خو ولسمشرۍ د غبرګولي ۲۳مه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشا څوکۍ لپاره یاد درې کسان رد کړل او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غوښتنه وکړه چې یاد پوست ته دې نوي کسان ور وپېژني.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشا، د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د دې څوکۍ لپاره دې نوي کسان معرفي کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست له لوري د یادو درېیو کسانو له ردېدو وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا څوکۍ لپاره د ۱۳ نوماندانو نوملړ جمهوري ریاست ته وړاندې کړ.
د ولسمشرۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پژواک ته ویلي وو چې ولسمشر دې څوکۍ ته د وړ کس ټاکنې لپاره د زیاتو کسانو د ور معرفي کولو غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال پرون د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ الله هاشمي د حکومت له مشرانو په جدي ډول غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس ور وپېژنئ.
هغه ویلي: ((ځکه د دارالانشا د مشر نه شتون یوه تشه او نیمګړتیا ده، د دارالانشا له رییس پرته د دې پروسې پر مخ وړل ملي بهیرته زیان رسوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن