ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت په لوى اختر کې بيا اوربند کوي

افغان حکومت په لوى اختر کې بيا اوربند کوي

author avatar
19 Jul 2018 - 10:54
افغان حکومت په لوى اختر کې بيا اوربند کوي
author avatar
19 Jul 2018 - 10:54

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): افغان حکومت وايي چې په لوى اختر کې يو ځل بيا له وسله والو طالبانو سره د يو اړخيز اور بند پلان لري.

دغه څرګندونې د حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي کړې او ويلي يې دي،دا طالبانو پورې اړه  لري چې هغوى هم اوربند کوي او که نه.

خو يادې سرچينې د اوربند د څرنګوالي او وخت په اړه څه ونه ويل چې څو ورځې به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني  لومړى د تېرې روژې مياشتې له ٢٧مې څخه د کوچني اختر ترپنځمې او بيا په دويم پړاو کې له پنځمې څخه تر ١٥ مې نېټې پورې اوربند اعلان کړى و.

خو وسله والو طالبانو يواځې د کوچني اختر په درېيو ورځو کې اوربند کړى و.

بلخوا ولسمشراشرف غني پرون په کابل کې د نظارت او انسجام د مشترک بورډ (JCMB) په ۲۱مه ناسته کې  وويل چې په اوربند کې د سولې د نعمت خوند ټولو وليد.

هغه زياته کړه: ((د جګړې بيه مو هم مخکې له اوربند او هم وروسته له اوربند څخه وليد، نو که چېرته د اوربند په مقابل کې سياسي او ديني دلايل نه و موجود ؛ نو بيا ولې وينه تويوو؟ زه ځکه د سولې د مذاکراتو د شروع کولو لپاره ناره کوم او غږ پورته کوم.))

د حکومت يادې سرچينې  د طالبانو او امريکا ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو په اړه وويل چې امريکا د افغان حکومت له رضايت او اجازې پرته هېڅ داسې قدم نه پورته کوي.

د سرچينې په وينا، امريکا او ټوله نړيواله ټولنه په يوه خوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

ياده حکومتي سرچينه وايي چې طالبان خو اوس له امريکا سره جګړه نه کوي، له ٢٠١٤ کال وروسته ددوى ټوله جګړه له افغان ځواکونو سره ده.

ده زياته کړه : (( امريکا زموږ له خوښې پرته هېڅکله له طالبانو سره خبرې نه کوي.))

خو يادې سرچينې وويل،امريکا د سولې په خبروکې د اسانتيا برابرولو رول لوبولى شي او په دې برخه کې افغان حکومت هم موافقه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.