ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او زابل کې ١٦طالبانو او ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار او زابل کې ١٦طالبانو او ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Jul 2018 - 11:07
کندهار او زابل کې ١٦طالبانو او ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Jul 2018 - 11:07

کندهار،کلات (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۷): چارواکي ولايي چې د زابل او کندهار ولايتونو په بېلا بېلو نښتو کې ١٦ وسله والو طالبانو او ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ په جګړه کې ۱۶ وسله والو او ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه تېره شپه لس بجې هغه مهال ونښته چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ اړوند د سرو څاه ګانو په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دواړو لورو تر منځ جګړه د سهار تر څلورو بجو روانه وه چې پر مهال یې ۷ وسله وال وژل شوي او ۹ ټپيان شوي او دغه راز ۲ پولیس وژل شوي او ۵ ټپيان دي.

دی وايي، د سرو څاه ګانو امنیتي پوسته ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او وسله وال طالبان د کرښې له هغې غاړې راغلي وو.

نوموړی زیاتوي، وسله وال طالبان د ډیورنډ کرښې ها خوا خوندي مرکزونه لري او وخت په وخت پر سرحدي سرتېرو بریدونه کوي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښې پرتو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

دوه ورځې وړاندې هم په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۹ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د شهرصفا ولسوال عبدالصمد دراني پژواک ته وويل چې تېره شپه دوه بجې د اسحاق زي مانده په سیمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پولیسو پر پوستې بريد کړی  و.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي، دغه راز وسله والو له ځانه سره وسلې او مهمات هم وړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.