د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان حکومت په لوى اختر کې بيا اوربند کوي

افغان حکومت په لوى اختر کې بيا اوربند کوي

Jul 19, 2018 - 10:54

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): افغان حکومت وايي چې په لوى اختر کې يو ځل بيا له وسله والو طالبانو سره د يو اړخيز اور بند پلان لري.

دغه څرګندونې د حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي کړې او ويلي يې دي،دا طالبانو پورې اړه  لري چې هغوى هم اوربند کوي او که نه.

خو يادې سرچينې د اوربند د څرنګوالي او وخت په اړه څه ونه ويل چې څو ورځې به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني  لومړى د تېرې روژې مياشتې له ٢٧مې څخه د کوچني اختر ترپنځمې او بيا په دويم پړاو کې له پنځمې څخه تر ١٥ مې نېټې پورې اوربند اعلان کړى و.

خو وسله والو طالبانو يواځې د کوچني اختر په درېيو ورځو کې اوربند کړى و.

بلخوا ولسمشراشرف غني پرون په کابل کې د نظارت او انسجام د مشترک بورډ (JCMB) په ۲۱مه ناسته کې  وويل چې په اوربند کې د سولې د نعمت خوند ټولو وليد.

هغه زياته کړه: ((د جګړې بيه مو هم مخکې له اوربند او هم وروسته له اوربند څخه وليد، نو که چېرته د اوربند په مقابل کې سياسي او ديني دلايل نه و موجود ؛ نو بيا ولې وينه تويوو؟ زه ځکه د سولې د مذاکراتو د شروع کولو لپاره ناره کوم او غږ پورته کوم.))

د حکومت يادې سرچينې  د طالبانو او امريکا ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو په اړه وويل چې امريکا د افغان حکومت له رضايت او اجازې پرته هېڅ داسې قدم نه پورته کوي.

د سرچينې په وينا، امريکا او ټوله نړيواله ټولنه په يوه خوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

ياده حکومتي سرچينه وايي چې طالبان خو اوس له امريکا سره جګړه نه کوي، له ٢٠١٤ کال وروسته ددوى ټوله جګړه له افغان ځواکونو سره ده.

ده زياته کړه : (( امريکا زموږ له خوښې پرته هېڅکله له طالبانو سره خبرې نه کوي.))

خو يادې سرچينې وويل،امريکا د سولې په خبروکې د اسانتيا برابرولو رول لوبولى شي او په دې برخه کې افغان حکومت هم موافقه کړې ده.

سرچينه زياتوي،د کابل پروسې په کنفرانس کې چې ولسمشر طالبانو ته د سولې کوم وړانديز کړى و، په هغه کې ددې يادونه شوې وه چې د بهرنيو ځواکونو پر حضور بحث کېدلى شي او دا خبره اوس امريکايانو هم تکرار کړې ده.

خو يادې سرچينې وويل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر اسلام، د ولسواکۍ پر نظام ، بشري حقونو او د هېوادوالو پر حقوقو خبرې نه شي کېدلى.

يادې سرچينې زياته کړه،له امريکاسره دافغانستان امنيتي تړون کې يوه ماده داسې چې دغه ځواکونه به يوه ورځ له افغانستان څخه وځي.

د سرچينې په وينا، د سولې تر تړون وروسته له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل ممکن دي.

د حکومت دغه لوړپوړي سرچينې وويل،د امريکا په تګلاره کې دوه عمده بدلونونه راغلي، لومړى دا چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې په پروسه کې ګډون کوي او دويم دا چې د بهرنيو ځواکونو پر حضور خبرو ته چمتو شوي.

سرچينه وايي،د سولې په تړون کې به (١+٦) هېوادونه چې په کې روسيه، پاکستان، ايران، امريکا چين او سعودي عربستان شامل دي، ضمانتونه کوي او په دويمه مرحله کې بيا د کابل د پروسې اړونده ٢٧ هېوادونه هم په کې دخيل کېـږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement