فيض اباد (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧):د بدخشان امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په زېباک ولسوالۍ کې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي چې ٨٠ طالبان او ٢١ امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي دي.
دغه خبرې د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ثناءالله روحاني، پژواک خبري اژانس ته نن وکړې.
ده وويل چې په زېباک ولسوالۍ کې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، خو د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي دي.
هغه زياته کړه، په دغو نښتو کې چې اوس هم روانې دي، نږدې ٨٠ طالبان وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان دي. دغه راز ١٤ د ملي اردو سرتېري او ٧ سرحدي پوليس هم وژل شوي او ١٦ امنيتي ګډ ځواکونه ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه بيا څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن