ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل امنيه قوماندان: له نا مسوولو وسله والو سره به جدي چلند وکړو

د کابل امنيه قوماندان: له نا مسوولو وسله والو سره به جدي چلند وکړو

author avatar
19 Jul 2018 - 15:00
د کابل امنيه قوماندان: له نا مسوولو وسله والو سره به جدي چلند وکړو
author avatar
19 Jul 2018 - 15:00

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۷): د کابل امنيه قوماندان وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د مجرمينو په خوشې کولو کې مداخله او يا واسطه وکړي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان مل پاسوال داوود امين دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٨مه په کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې د اسمايي زون ټول پرسونل ته يې سپارښتنه کړې، له هغو کسانو سره جدي قانوني چلند وکړي، چې قانون تر پښو لاندې کوي.

امين وويل، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د مجرمينو په خوشې کولو، يا د پوليسو په تغيير او تبديلۍ کې مداخله يا واسطه وکړي.

امنيه قوماندان وايي چې د کابل په پغمان، خاکجبار، بتخاک، موسهي، قره باغ ولسواليو او ځينو نورو سيمو کې د دښمن خوځښتونه شته، خو په دې سيمو کې به چاڼيز عمليات ترسره شي.

د نوموړي په وينا، په کابل کې له نا مسوولو وسله والو سره جدي قانوني چلند کېږي.

امنيه قوماندان وويل چې په تېره يوه نيمه مياشت کې د ۲۴۷ بېلابېلو جنايي پېښو په تور ۵۱۵ کسان له ۳۹ بېلابېلو وسلو سره نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

هغه وايي، له يادو کسانو د پنځو مېرمنو په ګډون ۱۴۴ د نشه يي توکو قاچاق په تور نيول شوي دي.

امين وويل، په دې موده کې د کابل پوليسو د نشه يي توکو د نيولو په موخه ۱۳۳ عمليات ترسره کړي  چې څه باندې يو کيلوګرامه هيرويين، ۳۹۰ ګرامه شيشه، ۷۶ تابليت کا، ۱۰۰ کيلوګرامه ترياک، ۷۲ کيلو ګرامه چرس او ۲۰  تومانچې او کلاشينکوفونه نيولي دي.

د ده په وينا، ۷۱ کيلوګرامه ترياک له ځينو وسلو، لاسي بمونو او نورو ځينو ناقانونه څېزونو سره د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په سيمه کې نيولي دي.

د کابل امنيه قوماندان وايي، په دې موده کې له يادو کسانو نهه عرادې موټر، دوه موټرسايکلونه او ۳۹ ډوله بېلابېل ډول وسلې هم نيولې دي.

هغه زياته کړه، د کابل پوليسو شپږ ماينونه، پنځه د هاوان مرمۍ، شپږ لاسي بمونه او يو پرتله د کابل د ده سبز، پغمان، قرباغ، چهار اسياب، ګلدرې، شکردرې او کابل ښار له شپږمې امنيتي حوزې کشف او شنډ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.