ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ارګ ارشیف پرانیست

ولسمشر غني د ارګ ارشیف پرانیست

author avatar
19 Jul 2018 - 16:55
ولسمشر غني د ارګ ارشیف پرانیست
author avatar
19 Jul 2018 - 16:55

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ (ارګ) ارشیف پرانیست او د هغه له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.

له ارګه د چنګاښ په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، د دغه ارشیف د لیدنې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او یو شمېر دولتي چارواکو د ولسمشر ملتیا کوله، د پنځو سلطنتي برجونو انځورونه، تصویري، لیکلی او تخنیکي ارشیف، فلم  او ډیټجټال جوړونې او د اسنادو د ساتنې (زېرمه) یې ولیدل.

د ارشیف د لیدنې پر مهال ولسمشر ته یوه مسوول د بېلابېلو ځایونو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، د دغه ارشیف اسناد د ارشیف په معیارونو ساتل شوي چې د لیکلي ارشیف برخه (فرامین، مصوبې، احکام، پروتوکولونه او مکتوبونه) لري، د حکومتدارۍ د مختلفو دورو او بهرنیو حکومتونو او دولتونو سره د هغوی د سیاسي او سوداګریزو اړیکو تصویري ارشیف او همدارنګه د فلم او غږیز ارشیف دی چې د غازي امان خان له دورې تر ننه د فلم په بڼه مستند دي.

ورپسې مصر ته د غازي امان الله د سفر مستند فلم، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د ارواښاد ظاهر شاه د سفر مستند فلم او د هېواد د پخواني ولسمشر شهید محمد داوود خان د لوړې مراسمو فلم نندارې ته وړاندې شو.

ولسمشر د ارشیف د مختلفو ځایونو او د فلم له نندارې وروسته په خپلو خبرو کې د افغانستان خلکو او ټولو څېړونکو ته په ارګ کې د ارشیف د پرانیستې مبارکي ورکړه وې ویل: ((زموږ د ارشیف وضعیت ډېر دردوونکی دی؛ ځکه مخکې لسګونه زره قطعې اسناد په یو صندوق کې پرته له دې چې طبقه بندي شي پراته وو.))

اشرف غني وويل، د دغه ارشیف او د افغان فلم ارشیف لپاره چې کوم پلاوی ګومارل شوی و، د هغوی موندنې دا وې چې د ارشیف د ساتلو لپاره مناسب امکانات نه وو.

هغه دې ته په اشارې چې ارشیف یو مسلک دی او باید مسلکي کارکوونکي یې مدیریت کړي، وويل، د څېړونکو لپاره د ارشیف ټولو تصویري، تحریري او صوتي اسنادو ته لاسرسی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسلکي مقرراتو پر اساس ورکول کېږي.

دغه راز ولسمشر څرګنده کړه، دغه اسناد ډیجيټلي دي او کاپي ګانې دې د څېړونکو د استفادې لپاره په یو ویب سایټ کې په لیکه شي.

ده زیاته کړه، د فلمونو ارشیف د افغانستان له تاریخ څخه یو څرګند تصویر دی. هغه له اړوندو مسوولانو څخه د ارشیف د پرانیستې په برخه کې د هغوی  له هڅو مننه وکړه.

ولسمشر غني څرګنده کړه،  په ارګ کې یو بله ودانۍ شته چې په هغې کې د افغانستان ټوله تاریخي خزانه ساتل کېږي چې له هغې نه استفاده د مرکزي بانک او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري چې د ارګ مسوولین په دې برخه کې د هېڅ ډول مداخلې واک نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.