ترينکوټ (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧) : د اروزګان ولايت چارواکي وايي چې ډېر ژر به د نورو ولسواليو لارې هم خلاصې شي.
د اروزګان د شپږو ولسواليو لارې له څو کلونو راهيسې بندې دي، خو تېره اوونۍ د دهراوود ولسوالۍ لويه لاره تر عملياتو وروسته خلاصه شوه.
د اروزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد چې له نورو ملکي او امنيتي مسوولينو سره د چنګاښ په ٢٨مه، له يادې خلاصې شوې لارې څخه يې ليدنه وکړه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېر ژر به د مرکز ترينکوټ او نورو ولسواليو لارې هم پرانيستل شي.
هغه ادعا وکړه چې په کابل او سعودي کې د علماوو تر غونډو او د تېر اختر تر اوربند وروسته په دغه ولايت کې ٥٠ سلنه وسله والو طالبانو له جګړو لاس اخيستى.
سعيد وايي، اوس د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې طالبان له دولت سره هغه ډول مقاومت نه کوي کوم چې تردې مخکې به يې د عملياتو پرمهال کاوه .
والي وويل، د طالبانو له ليکو ورځ تربلې د هغوی ملګري وځي او عادي ژوند غوره کوي.
نوموړي يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لاره خپله کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن