نیلي (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): په دایکنډي کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د "سوختوک" برېښنا بند د جوړېدو چارې به د روان کال تر پایه بشپړې او د برېښنا تولید به یې پیل شي.
د برېښنا دغه بند د دایکنډي مرکز نیلي ښار په شاوخوا پنځه کیلومترۍ د سوختوک په سیمه کې پروت دی، د برېښنا د دغه بند اوبه چې د داکنډي له اشترلي ولسوالۍ او مرکز نیلي څخه تر تېرېدو وروسته د هلمند سیند ته تویېږي ساتل کېږي.
په دایکنډي کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د پلان له مخې باید د برېښنا دغه بند سږ کال ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ساختماني چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي او د لېږدوونکي مزي چارې یې پیل شوې دي.
د دایکنډي د برېښنا امر قربان مصدق د پژواک خبري اژانس خبریال ته وویل: ((د یادې پروژې کار بشپړ شوی او برېښنا به یې د دایکنډي په مرکز کې په رسمي ډول فعاله شي؛ د اوس لپاره یې د مزي د غځېدو ټول تجهیزات تیار دي او د پایو درول یې هم پیل شوي دي.))
د هغه په خبره، د سوختوک برېښنا بند یوه ملي پروژه ده چې د ۷۰۰ کیلوواټه برېښنا د تولید توان لري او د دایکنډي مرکز به یې له برېښنا برخمن شي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه بند به د خلکو د اقتصادي ودې او په دایکنډي کې د فابریکو او کارخانو د رامنځته کېدو لامل شي.
بلخوا یوه سیمه ییز سوداګر علي احمد وویل: ((ډېر کلونه کېږي چې برېښنا نه لرو او د دغه بند په جوړېدو هیله من یو چې کار به مو پرمختګ وکړي.))
د نیلي ښار اوسېدونکی حمیدالله رستګار وايي: ((د برېښنا د دغه بند جوړېدل او ګټې ته سپارل به د خلکو د څو کلنو تیاره کورونو د روښانه کولو تر څنګ د یاد ولایت د خلکو د کاروبار زیاتېدو لامل وګرځي.))
باید وویل شي چې د سوختوک برېښنا بند لګښت نږدې پنځه ميلیون ډالر و چې د برېښنا شرکت له بودجې ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن