مزارشريف (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): په کندوز ولايت کې د هوايي بمبار له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري وايي چې دغه هوايي بريد نن له غرمې مخکې د چهاردرې ولسوالۍ د رباط په کلي کې شوی دی.
هغه زياته کړه چې د ولايت مقام د چهاردرې ولسوالۍ مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه کره معلومات راټول او له دوى سره شريک کړي.
د چهاردرې ولسوال زلمى فاروقي وايي چې په دغه هوايي بريد کې ٢٢ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې په قربانيانو کې ملکي وګړي او وسله والو طالبان دواړه شامل دي.
د رباط سيمې يوه اوسېدونکي عطاالرحمن پژواک اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو له خوا هوايي بريد د ولسوالۍ بازار ته نږدې د دوى په کلي کې شوى دى.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې د يوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ کسان وژل شوي دي.
ده وويل چې په ټوليزه توګه په بريد کې ٢٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې امريکايي ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ درې کورونه بمبار کړي چې له امله يې ٢٨ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت او بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څو مياشتې مخکې د دغه ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو د هوايي بمبار له امله لسګونو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې له امله يې وروسته بيا ولسمشر اشرف غني بښنه هم وغوښته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن