کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۷): یوه ځانمرګي چې غوښتل یې د کابل بګرامیو یوه جومات کې چاودنه رامنځته کړي، موخې ته له رسېدو مخکې یې ځان ته چاودنه ورکړې او یو ماشوم په کې ټپي شوی دی.
د ۱۰۱ اسمایي زون د جنايي څېړنو رییس جنرال سالم الماس د چنګاښ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګي غوښتل د بګرامیو ولسوالۍ د نعمان کلا په جامع جومات کې برید ترسره کړي خو موخې ته له رسېدو مخکې پولیسو وپېژاند او ځان ته یې چاودنه ورکړه.
د کابل ښار دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي زیاته کړه چې دغه پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس نیمې بجې رامنځته شوه.
د جنرال الماس په خبره، په دې پېښه کې یو ماشوم برسېرن ټپي شوی او د پولیسو له خوا پر وخت روغتون ته لېږدول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د پېښې ساحه د پولیسو له خوا کلابنده شوې او د جنايي څېړنو ریاست یو ټېم د څېړنو لپاره د پېښې ځای ته لېږل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن