ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې زرګونه هټۍ د دغه ولایت مستوفیت د کړنو په غبرګون کې تړل شوې

خوست کې زرګونه هټۍ د دغه ولایت مستوفیت د کړنو په غبرګون کې تړل شوې

author avatar
21 Jul 2018 - 15:30
خوست کې زرګونه هټۍ د دغه ولایت مستوفیت د کړنو په غبرګون کې تړل شوې
author avatar
21 Jul 2018 - 15:30

خوست ښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۷): په خوست کې زرګونه هټۍ له دې امله د اعتراض په ډول تړل شوې چې د خوست مستوفيت غواړي قرارداد يې داوطلبۍ ته وړاندې کړي او شته هټۍ ونړوي.

سلګونو هټۍ والو نن په خوست ښار کې د يوې اعتراضيه راټوليدنې په ترڅ کې ګواښ وکړ چې که د خوست ولايتي اداره داوطلبۍ ته د قرارداد له وړاندې کولو تېره نه شي، پراخ اعتراضونه به وکړي.

دغه هټۍ چې د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د تخته بېکې په سيمه کې د کرايې په بدل کې خلکو پر دولتي ځمکه جوړې کړې، شمېر يې شاخوا څلورو زرو ته رسېږي.

يوه هټۍ وال حاجي نورګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خوست پر مستوفي نيوکه وکړه چې د خپل موقف ساتلو په خاطر د دې هټيو قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

هغه وويل، مستوفي غواړي چې د دې ځمکې په نوي قرارداد سره ډېر عوايد راټول کړي او په دې ډول د مرکزي دولت چارواکو ته وښيي چې دی خپله دنده په ښه ډول ترسره کوي.

حاجي نور ګل وويل: ((دغه ځمکه د دفاع وزارت اړوند ده، موږ په کې کلونه کېږي، دوکانونه جوړ کړي دي. اوس چې د خوست چارواکي یې نوې داوطلبۍ ته وړاندې کوي، له موږ سره ظلم دی، زموږ هټۍ ورانېږي، بیا به یې موږ په ډېر لوړ قيمت هم لاسته را نه وړو.))

په ورته وخت کې د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل چې ځینې کړۍ په لوی لاس د خلکو کاروبار ته زيان رسوي.

نوموړي زياته کړه چې د دې ستونزې د هواري په اړه يې له مستوفيت سره خبرې هم کړې خو کومه پايله يې نه ده ورکړې او دوی اړ دي چې خپل غږ د مدني حرکتونو له لارې پورته کړي.

جمالي تڼي وويل: ((دا شاوخوا څلورزره هټۍدي. زياتره يې د بې وزلو خلکو دي. د لايحې له مخې بايد شرايطو ته په کتو د دې هټيو کرايه لوړه شي، خو مستوفيت يې په غيرعادلانه ډول داوطلبۍ ته سپاري)).

په ورته وخت کې د خوست مستوفي احمد ضیاء ضیاء د خوست ښاري اتحاديې مشر جمال تڼي او د هټيوالو خبرې بیا نه مني اوزیاتوي، چې پخوا یاد قرارداد يو شمېر محدودو کسانو منحصر کړی و.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد قرارداد وخت پوره شوی او اوس مستوفيت پلان لري چې یوې ټولشموله اوشفافې داوطلبۍ ته يې وړاندې کوي.

ضیاء زیاته کړه: ((یاد خلک په بېلابېلو بهانو غواړي چې د دفاع وزارت اړونده ځمکه په خپل انحصار کې وساتي. دوی یو ډول غصب ته لاره هواروي اوهم دعوایدود ډیرېدو مخه نیسي خومونږبه خپله قانوني کړنه ترسره کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.