ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قلعه زال کې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

قلعه زال کې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 Jul 2018 - 17:03
قلعه زال کې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 Jul 2018 - 17:03

کندوز ښار(پژواک،٣٠چنګاښ٩٧): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ښځې وژل شوي او د ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز په ولايتي شورا کې د قلعه زال ولسوالۍ استازي سيد اسدالله سادات د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا ١١ بجې د دې ولسوالۍ په اق تېپې سيمه کې پر يوه کرنيزه ځمکه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

هغه وايي: (( ښځو او ماشومانو په دې ځمکه کې کار کاوه چې د هاوان مرمۍ پرې لګېدلې او دغه مرمۍ د افغان ځواکونو له خوا توغول شوې ده.))

سادات وايي چې په دغه پېښه کې دوه ښځې وژل شوي او د درېيو ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي.

خو بل لورته د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني يادې څرګندونې رد کړې او پژواک ته يې وويل چې د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې ده.

هغه وايي: (( طالبانو د اق تېپې په سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړى و د هاوان دغه مرمۍ هم طالبانو توغولې ده.))

ده وويل چې په ياده پېښه کې يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.