ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د اردو په چوکاټ کې سیمه ییز ځواک رامنځته کېږي

هلمند کې د اردو په چوکاټ کې سیمه ییز ځواک رامنځته کېږي

author avatar
21 Jul 2018 - 15:40
هلمند کې د اردو په چوکاټ کې سیمه ییز ځواک رامنځته کېږي
author avatar
21 Jul 2018 - 15:40

لښکرګاه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٧): د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه به ډېر ژر د ملي اردو په چوکاټ کې د اووه سوه سيمه ييزو سرتېرو د جلب او جذب پروسه پيل شي.

دغه څرګندونې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي احمدزي د چنګاښ په ٣٠مه د يوې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

احمدزي وويل چې د ملي اردو په چوکاټ کې د اووه سوه سيمه ييزو سرتېرو تشکيل منظور شوى او ډېر ژر به يې د جلب او جذب پروسه پيل شي.

قوماندان وايي: ((د دغو سرتېرو ضمانت به قومي مشران کوي، بيا روزنه ورکول کېږي او تر هغه وروسته به خپلو ولسواليو ته په ټوليو کې لېږل کېږي او بيا به د مسلکي افسرانو له خوا رهبري کېږي.))

نوموړي وويل چې دغو سيمه ييزو سرتېرو ته به د ملي اردو په څېر امکانات ورکول کېږي، څو د امنيت په ټينګښت کې اغېزناک تمام شي.

قوماندان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ د دې سرتېرو رهبري د پولیسو په څېر سیمه يیزو کسانو ته نه ورکوو، له  یوې خوا مسلکي ملي افسران ورته د قوماندانانو په ډول ټاکو او له بلې خوا سمه روزنه ورکوو څو په راتلونکي کې ستونزې جوړې نه شي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه اووه سوه سرتېري به ټول د هلمند اوسېدونکي وي او دغه پروسه به لومړی له ګرشک ولسوالۍ څخه پيل شي.

دغه راز نوموړي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د ملي اردو د تشکيل د کموالي ستونزه يو څه حل شوې، په رهبرۍ کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي او اتيا سلنه تخريب شوي وسايل هم بېرته ترميم شوي دي.

احمدزي زياته کړه چې ډېر ژر به په هغو سيمو کې پراخ عمليات هم پيل شي چې دا مهال يې کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

قوماندان زياتوي: ((په هلمند کې ۱۵ وسله والې ډلې فعالیت کوي چې ځینې يې مستقیم د نورو هېوادونو له خوا اکمالېږي، شپني دوربینونه، وسلې او نورو امکانات ورکول کېږي څو د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي چې دا يوه پردۍ جګړه ده.))

بل لور ته د هلمند ولايتي شورا غړي عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې بې پرې کسان بايد د ملي اردو په چوکاټ کې د سيمه ييزو سرتېرو په توګه وګومارل شي.

هغه زياته کړه: ((دغو کسانو ته بايد ښه امکانات ورکړل شي؛ ځکه دغه کسان د سيمې دي او په سيمه کې  ښه بلديت لري، نو د امنيت د ټينګښت په برخه کې به هم ښه ثابت شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.